تازه خبر
سه شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۰

عبدالله: سوداګرو او صنعت کارانو ته د پانګې اچونې ښه زمنیه برابروو

د حکومت اجراييه رییس عبدالله عبدالله وايي؛ د ملي وحدت حکومت ژمن دی چې په هېواد کې سوداګرو او صنعت کارانو ته د پانګې اچونې ښه زمنیه برابره کړي.

په داسې حال کې چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د پانګې اچونې سطحه راټیټیږي او د بېلابېلو عواملو له امله کورني او بهرني سوداګر خپلې پانګې له افغانستان څخه باسي؛ د حکومت اجراییه رییس پانګوالو ته د ښې زمینې د برابرولو ډاډ ورکړ.

عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ د ایسا د نوي رییس محمد قربان حقجو د معرفي کېدو په مراسمو کې وویل چې له شته ستونزو سربېره اوس هم په افغانستان کې د کرنې؛ کانونو او ټرانیزیټ په برخه کې پانګه اچونې ته ښې زمینې مساعدې دي:

((یو ځل بیا پانګوال، سوداګرو، صنعتکارانو او خصوصي متشبثینو ته خپل پیغام تکراروم چې د ملي وحدت حکومت ژمن دی او ټینګه وعده کوي چې پانګوالو ته د پانګې اچونې بهتره زمینه مساعدوي.))

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې بیوزلۍ؛ بیکارۍ، د مخدره موادو کښت او قاچاق د قوانینو نه پلي کول؛ اداري او مالي فساد او بیروکراسي هغه څه دي چې په هېواد کې یې د پانګې اچونې د ودې مخه نیولې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا چې په دې غونډه کې حاضر و؛ وویل، د امهال افغانستان د نړۍ د ۱۸۹ هېوادونو له جملې څخه د پانګې اچونې په برخه کې په ۱۸۳ درجه کې ځای لري چې د قناعت وړ خبره نه ده.

د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې یا ایسا نوی رییس وايي؛ پانګوال د ناسم مدیرت له امله زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي.

ښاغلي محمد قربان حقجو وویل؛ لنډ مهال او اوږدمهالي پلانونه یې جوړ کړي؛ څو نړېوال او کورني سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي:

((په لومړي قدم کې به په یاده اداره کې درې څیړنې ترسره کوم؛ لومړی مالي برسي چېپیسې له کوم ځایه راغلي؛ چېرته لګول شوي، دویم داسې یوه سروې کوم چې له تاسو هر یو پانګوال نه پوښتنه کیږي چې له ایسا ادارې څخه څه غوښتنه لرئ او درېیم دا چې په ایسا اداره کې موجود ظرفیتونه برسي کیږي چې یاده اداره هغه غوښتنې چې تاسې یېورنه مطرح کوئ هغه ته ځواب ویلو وړتیا لري اوکنه.))

هغه زیاته کړه لومړی به کورنیو سوداګرو ته د پانګې اچونې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او وروسته بهرنیان کولای شي په افغانستان کې پانګه اچونې ته زړه ښه کړي.

د ملي وحدت حکومت اجراييه رییس وايي چې له دې وروسته به د ایسا مشرتابه ته د وزیرانو په شورا کې غړیتوب هم ورکړل شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان سپارښتنه کوي چې د پانګونې د پياوړتیا لپاره باید حکومت د امنیت ټینګښت ته پام وکړي او په دویم قدم کې له پانګه والو او سوداګرو سره خپلې کړې ژمنې عملي او د کار اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

راپور: رحمت الله افغان

​
XS
SM
MD
LG