په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې عالي شورا او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو اترو يو بل پړاو د سې شنبې په ورځ په اسلام آباد کې ترسره شو.
افغان ولسمشر اشرف غني په ډاګه کړې چې په خبرو اترو کې به د دې هېواد د اساسي قانون په لومړي او دوم فصل کې د بدلون پر راوستلو هېڅ معامله ونه شي.
ولسمشر دا خبره د سې شنبې په ورځ په کابل کې کړې ده. دا چې د اساسي قانون په لومړی او دوم فصل کې دي څه؟
دا پوښتنه عبدالحي کاکړ د کابل پوهنتون د حقوقو د څانګې استاد نصرالله ستانکزي څخه کړې ده