د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي چې له ولسمشر سره یې کتلي او پر دې یې خبري کړي چې ولې ځينې حکومتي چارواکي دغه مجلس ته پاملرنه نه کوي.
د مشرانو جرګې غړو د تېرې یکشنبې په ورځ د احتجاج وروسته تر هغې د دغه مجلس دروازه د چهارشنبې تر ورځې پورې وتړله چې د بهرنیو چارو وزیر دغه مجلس ته حاضر نه شو او همداراز سناتورانو ویل چې دوی له امنیتي وضعیت ناراضه دي.
زموږهمکارې حمیدې هارون عثمان د مشرانو جرګې له دوهم مرستیال آصف صدیقي سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتنه کړې چې آيا دغه احتجاج کومه نتیجه ورکړې او که نه؟