د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۷

ناټو به له ۲۰۱۶ وروسته په افغانستان کې پوځي رول ونه لري


نړېوالو رسنیو په افغانستان کې تر ۲۰۱۶ کال وروسته د ناټو د ماموریت او د جلریز د پېښې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

جینز انټیلجنس:

جینز انټیلجنس اونیزې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی: ((ناټو به له ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې هیڅ ډول پوځي رول ونه لري)).

جینز انټیلجنس د ناټو د یوه لوړ رتبه چارواکي له قوله لیکلي؛ له ۲۰۱۶ کال وروسته به په افغانستان کې د دې تړون ټولې چارې ملکي بڼه ولري.

د افغانستان لپاره د ناټو د پلاوي مشر نیک ویلیمز زیاتوي؛ موږ به له هر هغه کار ډډه وکړو چې پوځي بڼه لري.

ښاغلي ویلمیز جینز انټیلجنس اونیزې ته ویلي؛ دا تړون سر له اوس نه ۲۰۱۷ کال ته کله چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت پای ته رسیږي؛ ګوري.

د ناټو دغه لوړ رتبه چارواکي ویلي؛ په بروکسل کې تېره جون میاشت د دې تړون د دفاع وزیرانو په خپله غونډه کې هم دا تایید کړه چې له ۲۰۱۶ کال وروسته به په افغانستان کې د ناټو ماموریت ملکي وي چې افغان حکومت د ظرفیتونو پر لوړولو به متمرکز وي.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپانې بیا د میدان وردګو د جلریز ولسوالۍ کې د وروستۍ پیښې په اړه مطلب خپور کړی دی او لیکي چې افغان سرتیري حکومت ملامتوي چې د جلریز په پیښه کې يې وظیفوي غفلت کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم چې افغان ځواکونه وايي؛ د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالي کې يې هغه پوستې بېرته نیولي چې طالبانو په کې شاوخوا دېرش سیمه ییز پولیس ووژل؛ خو ولسمشر اشرف غني ویلي چې د دې پېښې په اړه دې جدي پلټنه وشي.

ورځپاڼه لیکي، ولسمشر غني وروسته تر هغې د جلریز د پیښې په اړه د تحقیقاتو امر ورکړ چې له دې پیښې ژوندي پاتې شوو سرتېرو د کورنیو چارو پر وزارت تور پورې کړ چې د طالبانو تر برید لاندې راغلو پوستو سره يې مرسته ونه کړه.

دغه سیمه ییز پولیس ادعا کوي چې په جلریز کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت لپاره دوی د کمکي سرتیرو او مهماتو غوښتنه کوله؛ خو د کورنیو چارو وزارت ورته ځواب ورنه کړ.

لاس انجلس ټایمز زیاتوي دا یوازې د جلریز پیښه نه ده بلکې په تېرو درېیو میاشتو کې د کندز او بدخشان امنیتي ځواکونو هم خپل سر قومندانان او حکومت تورن کړی چې د طالبانو پر ضد جګړه کې يې له دوی سره پر وخت مرسته نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG