د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

افغان محصلین وايي د بورسونو په ویش کې وړتیا نه، واسطه په پام کې نیول کیږي


یو شمیر افغان ځوانان د تحصیلي بورسونو د غیرعادلانه توزیع څخه شکایت کوي او وایي چې تر ډيره د حکومتي چارواکو خپلو خپلوانو او مالداره کسانو ته د دوی برخه حق رسیږي.

د تحصیلي بورسونو په ویش کې تبعیض او بې عدالتي د ټولنیزو نورو ستونزو تر څنګ افغان ځوانان اندیښمن کړي او په دې اړه ډير ګیله من دي.

ډېر دا شمېر تعلیم یافته ځوانان وايي؛ د ټولو شرطونو له پوره کېدو سره هم دې باور ته رسیدلي چې د هېواده بهر تعلیم یې یوازې خوب پاتې کېدای شي او بس.

جنت ګل یو له همداسې محصلینو څخه دی چې د بې عدالتۍ او حکومتي چارواکو له دوه ګوني چلنده شکایت کوي.

دا ځوان چې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیانو محصل وو؛ موږ ته یې وویل دا چې د کانکور نمرې یې ښې وې؛ د پاکستان د بورس زیری پرې وشو؛ په افغانستان کې یې ټول کارونه بشپړ کړه او هغه هېواد ته د زده کړو لپاره ولاړ:

((د پښاور پوهنتون ته کامیاب شوی وم؛ د لته د پاکستان له سفارته او د لوړو زده کړو وزارت څخه مې ټول کارونه خلاص کړل؛ پوهنتون ته ننوتم، خو هلته ګورم چې په ټولګې کې یوه اونۍ مخکې زما په ځای بل څوک کښېنول شوی و.

استادانو راته وویل چې د افغانستان سفارت له لارې موضوع حل کړم؛ هلته چې ولاړم دوی راته وویل چې بل کال ته به ستا کار وکړو سږ کال څه ستونزه پیدا شوې؛ دلته په ننګرهار کې هم منفک شوم او هلته هم له درسه وتلای یم.))

په وروستیو کلونو کې زرګونه افغان ځوانان د مرسته کوونکو هېوادونو له بورسونو څخه په استفادې هغې هېوادونو ته د تحصیل لپاره هم تللي دي.

خو غټه ستونزه چې افغان ځوانان ترې ناراضه دي؛ د دې بورسونو غیرعادلانه وېش او دا ده چې په وروستیو کې دا بورسونه د چارواکو له خوا په پیسو خرڅيږي.

له همدې ډلې یوې محصلې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډيو ته وویل؛ د هندوستان بورس یې د کمشنکرانو څخه په ۴۰۰۰ ډالرو تر لاسه کړی؛ ټول مراحل یې بشپړ کړي او اوس هغه هېواد ته د درس لپاره په روانېدو ده.

هغه وايي چې د بورسونو پلورل او پېرودل په ماهرانه شکل تر سره کیږي.

یو بل ځوان رضا خان باوری وايي؛ د بنګلادیش هېواد تحصیلي بورس ټول شرایط یې بشپړکړي وو؛ ولې د کار په اخیر کې په ماهرانه ډول د ده نوم له لسته باسل شوی او تر اوسه سرګردانه ګرځي.

((د لوړه زده کړو په وزارت کې مې د بنګله دیش بورس لپاره امتحان هم ورکړ؛ د امتحان شرایط مې پوره وو؛ ۹۹ فیصده نمرې مې اخیستي وې؛ بدبختانه دا چې واسطه مې نه وه او پیسې مې نه لرلې؛ زما پر ځای هغو کسانو چې واسطه یې درلوده لاړل.

هغه څوک چې وړتیا لري، هغه نه ځي، ولې برعکس د وزیرانو، والیانو او رییسانو ځامن په اسانه تللی شي.))

د لوړه زده کړو وزارت د معلومات پر اساس؛ اوس مهال له لس زرو څخه ډېر افغان محصلین د بورسونو له طریقه د ليسانس؛ ماسټري او دکتورا لپاره په بهرنیو هېوادونو کې په درس بوخت دي.

ویل کیږي چې دا شمېر بورسونه د طرزالعمل مطابق چې د افغان حکومت له خوا تصویب شوې د یو لړ مراحلو ورسته چې د اړونده هېوادونو د سفارتونو له خوا هم تایدیږي؛ په شرایطو د برابرو کسانو په واک کې ورکول کیږي.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصل فیروزي د هند بورس د فورمه ترلاسه کولو لپاره د لوړو زدکړو وزارت ته راغلی و او وایي؛ د لوړو نمبرو له امله د هندوستان بورس ته بریالی دی؛ خو دا چې لاړ به شي که نه اندیښنه لري:

((راغلی یم ټول مراحل مې طی کړي؛ په دې هیله چې ثمره یې ووینم؛ خو نه پوهیږم چې دلته به واسطې او یا پیسو ته ضورورت پېښ شي او که نه لاړ به شم.))

په داسې حال کې چې دا شکایتونه ډېر دي؛ محصلین وايي، د لوړو زده کړو وزارت د بورسونو ویش لپاره جوړ شوی کمیسیون هم تر ډيره غیر عادلانه عمل کوي.

خو د دې کمیسون او د ولسي جرګې غړي حمیرا ایوبي بیا دا څرګندونې ردوي او وايي.

((زه تاسې ته په ډاډ سره ویلای شم چې په دولتي او ګروپې بورسونو کې هېڅ ستونزه نه شته؛ ولې دا چې له بدبختانه هغه بورسونه چې د سفارتونو له لارې تقسیمیږي ستونزه لري بورسونه د سفارت د ننه ورکول کیږي او نه پوهیږو چې پیسې اخلي او که څنګه؟))

په عین وخت کې د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو د کمیسیون ريیس کمال ناصر اصولي وايي؛ په دې وروستیو کې یې داسې شکایتونه ترلاسه کړي چې وايي؛ د ځینو سفارتونو له خوا یوشمطر بورسونه، حکومتي چارواکو پورې تړلو کسانو ته ورکول کیږی:

((د پاکستان، ترکيې او هند سفارتونو تل هڅه کړې چې یوشمېر بورسونه د حکومتي چارواکو خپلو خپلوانو او یوشمېر هغو کسانو ته ورکړي چې له دې سفارتونو سره اړيکي لري.

داسې شکایتونه مو هم ترلاسه کړي چې د پاکستان سفارت یو شمېر بورسونه؛ د عبدالله عبدالله او محقق کسانو ته ورکوي.))

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي؛ حاضر دي چې د بورسونو د شفافو ویشلو په هکله، هرډول پوښتنو ته ځواب ووايي.

د دې وزارت ویاند محمد عظیم نوربخش د دې ستونزې پړه پر هغو سفارتونو اچوي چې افغان محصلانو ته بورسونه ورکوي:

((هره بورسیه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا دوی ته ورکول کیږي؛ اسناد او مدارک يې هم موجود دي.

موږ تل له ډیپلوماټیکو لارو دا وړاندیز کړی چې که د لوړو زده کړو وزارت ته بورسونه ورکول کیږي؛ نو ټوله پروسه دې یې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ترسره شي؛ خو متاسفانه چې په دې اړه مو څرګند ځواب ترلاسه نه کړ. ځکه په دې برخه کې دا انتقادونه کیږي چې بورسونه د وزیرانو او معینانو زامنو او خپلوانو ته ورکول کیږي.))

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ که څه هم په افغانستان کې میشتو سفارتونو دا تورونه رد کړي؛ خو بیاهم غواړو دغه موضوع وڅیړو.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل:

((دې سفارتونو ژمنه کړې چې دا مساله به د خپلو هېوادونو له مسوولینو سره شریکه کړې او د هغوی له منظورۍ وروسته به د بورسونو په ورکولو کې د افغانستان ځینې مربوط ارګانونه هم دخیل کړي؛ خو له بده مرغه چې تراوسه روښانه شوې نه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به دا مساله چې، سفارتونه ځینو افغانانو ته په مستقیمه توګه بورسونه ورکړي؛ وڅیړي.))

که څه هم افغانانو ته د بورسونو د ورکولو پر پروسه انتقادونه کیږي؛ خو د لوړزده کړو وزارت وايي؛ هڅه به وکړي چې د بوروسونو د ورکولو په برخه کې شته ستونزه اواره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG