د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۲

د جولای ۷مه د ایران د اټمي موافقې لپاره نوی ضرب الاجل وټاکل شو


د امریکاولسمشر بارک اوباما وايي؛ واشنګټن به له داسې موافقې ووزي چې اټمي وسلې ته له رسېدو څخه ایران نه شي منع کولای.

ایران د اټمي پروګرام په اړه مذاکره کوونکو پرون (سه شنبه) د موافقې وخت تمدید کړ او د جولای اوومه نېټه يې نوی ضرب الاجل اعلان کړ.

دا موافقه باید د جون په ۳۰مه نهايي شوې وای؛ خو امریکايي چارواکو پرون وویل چې مذاکره کونکو ځان ته یوه اونۍ اضافي وخت ورکړی او ضرب الاجل یې تمدید کړی دی.

بارک اوباما پرون وویل چې واشنګټن غواړي چې د اټمي وسلو له جوړولو د ایران مخنیوی وکړي او له داسې موافقې چې واشنګټن خپل دې هدف ته ونه رسوي؛ وتلای شي:

((د مذاکرو هدف دا نه دی چې پر باور او اعتماد تکیه وشي بلکه دا دی چې یو ثابت میکانیزم جوړ شي او اټمي وسلو ته د ایران د رسېدو مخنیوی وکړي.))

ولسمشر اوباما وویل، د ایران د اټمي پروګرام په اړه ابتدايي موافقه چې د روان کال په پیل کې شوې وه؛ واشنګټن خپل هدف ته رسولای شي.

ولسمشر اوباما د ایران د اټمي تاسیساتو د تفتیش او څارنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ایران باید خپلې ژمنې ترسره کړي.

له بله پلوه، د ایران د بهرنیوچارو وزیر تایید کړه چې مذاکرې جدي مرحلې ته رسیدلې دي.

محمد جواد ظریف باور څرګند کړ چې له نړېوالو قدرتو سره د تهران د اټمي پروګرام په اړه په مذاکرو کې پرمختګ ممکن دی؛ خو ټینګار یې وکړ چې سیاسي ارادې او زیات کار ته اړتیا ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون په ویانا کې د دې مذاکرو د څرنګوالي او په خبرو کې د تهران د دریځ په اړه خبریالانو ته وویل:

((زما په باور مقابل لوری پوهیدلی چې له ښې موافقې پرته او د ایران د ولس حق ته له پاملرنې پرته موږ نه شو کولای چې داسې موافقه چې اوږده موده پرځای پاتې شي، ترلاسه کولای شو.))

په ویانا کې په پرونیو مذاکرو کې د امریکا، روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون درلود.

غربي هېوادونه ویره لري چې ایران د اټمي وسلو جوړولو هڅې کوي.

خو تهران وايي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو اهدافو لپاره دی او د غربي هېوادو ادعاوې ردوي.

XS
SM
MD
LG