د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د افغانستان د بې ثباتي پړه د چا پرغاړه ده؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډیره په افغانستان کې د روانو ناامنیو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر فعالیتونو او ګواښونو مطالب او تبصرې خپرې کړي.

ویسا:

ویسا غیردولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې په افغانستان کې امنیتي وضع ډيره خرابه شوې او طالبان هڅه کوي چې په دې هېواد کې د داعش د نفوذ مخه ونیسي.

په مطلب کې د خلیج ټایمز په حواله لیکل شوي چې طالبان د خپلو هغو قومندانانو تر سخت فشار لاندې دي چې داعش ځان ته جذب کړي یا یې جذبوي.

دې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د جاپاني خپرونې ډیپلومات له قوله لیکي چې اسلامي دولت ډله یا داعش د افغانستان کانونو ته سترګې نیولي دي.

ویسا خپله سرمقاله هم د ازادي راډیود یوه مطلب په استناد غیر مسوول وسله وال پر داعش بدلیدونکی خطر تر نامه لیکلې ده.

چراغ:

چراغ خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنه پیل کړې چې د هېواد د بې ثباتي پړه د چا پرغاړه ده؟

لیکوال دا یومصیبت بللی چې هیڅوک هم د هېواد د ناامنۍ او بد وضعیت مسوول نه ګڼي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې افغان چارواکي د دې پرځای چې ولس ته د امنیتي وضعیت د ښه کولو ډاډ ورکړي هغوی ته د امنیتي ستونزو د ډیریدو خبرداری ورکوي.

د چراغ سرمقاله لیکونکي په ملي وحدت حکومت کې ستونزې او ناخوالې ډيرې بللي او وایي چې هېواد د تنفیذي صلاحیت له خلا یا تشې سره مخامخ دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې امنیتي ستونزو ته په اشاره ویلي چې کورني امنیتي ځواکونه د هر راز یرغل د ځپلو لپاره چمتو دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه ډيرپیاوړي شوي او همدا اوس په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو مخالفانو پرضد په عملیاتو بوخت دي.

لیکوال په ننګرهار ولایت کې د اسلامي ډلې یا داعش پرضد د افغان ځواکونو عملیاتو ته هم اشاره کړې او د امنیتي مسوولانو له قوله یې لیکلي چې دا عملیات به د داعش ترځپل کیدو پورې دوام وکړي.

اطلاعات:

او اطلاعات روزغیردولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې د ولسي جرګې د یو شمېرغړو له قوله لیکلي چې اسلامي دولت ډله یا داعش د نړۍ د ځینو استخباراتي کړیو په همکارۍ په افغانستان کې د پراخیدو په حال کې دی.

دې ورځپاڼې د ولسي جرګې د غړو په حواله لیکلي چې افغان حکومت باید د داعش د پروژې په اړه خلکوته معلومات ورکړي چې څه غواړي.

دې ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې د وسله والو طالبانو د راتلونکي په اړه هم لیکنه خپره کړې او ویلي یې دي چې له طالبانوڅخه ملاتړ کمیږي، داعش هره ورځ د پیاوړي کیدو په حال کې دی او ښایي چې طالبان په یوه سیاسي پوځي ډله بدل شي.

چمتوکوونکی: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG