د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۳

دفاع وزارت: په ننګرهار کې د داعش پرضد پوځي عملیات پیل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په خلاف د عملیاتو له پیلیدو خبر ورکوي.

دا وخت افغان امنیتي چارواکي د داعش وسله والې ډلې سره د جنګ خبره کوي؛ له هغې ډلې سره چې څو میاشتې وړاندې یې د شتون په اړه راپورونه رسنیز تبلیغات ګڼل کېدل.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي؛ د ننګرهار په کوټ او خوګیاڼۍ ولسوالیو کې یې اسلامي دولت ډلې ته د منسوبو جنګیالیو په ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې هره وسله واله ډله به د افغان امنیتي ځواکونو له خوا له منځه یوړل شي:

((د افغانستان دفاع وزارت د کوټ او خوګیاڼیو په ولسوالیو کې د تروریستي ډلو په تیره بیا د داعش د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل کړي دي. هره ډله چې وي تر هغې چې ورکه شوي نه وي؛ موږ په دې برخو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوو؛ د دې عملیاتو معنا دا ده چې موږ خپل چمتوالی لرو.))

د افغانستان دفاع وزات داسې مهال په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت ډلې په خلاف د عملیاتو خبر ورکوي چې د هیواد په ځينو نورو سیمو کې هم د دې ډلې د فعالیتونو په پراخېدو اندېښنې ډيرې شوي دي.

بل خوا دا په داسې حال کې ده چې د داعش په نوم د مشهورې اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو تر څنګ د څو کلونو راهیسې جنګیدونکي ډلې؛ وسله والو طالبانو هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې حملو ته زور ورکړی دی.

خو له دې ټولو سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي چې تر شپږ راتلونکو میاشتو پورې به له افغانستان څخه د بېلابېلو وسله والو بستره ټوله شي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د مخالفینو د پېژندو د امکاناتو نه شتون او دا چې دا وسله والو له سرحدونو څخه را اوړي هغه علتونه یادوي چې ناامني یې زیاته کړي ده:

((مخالفې ډلې باید پوه شي چې له دې پرته چې یا تسلیم شي او یا د اکثره افغانانو غوښتنې ته چې د سولې پروسه ده؛ غاړه کیږي، بله لار نه لري.

اوس زموږ هوايي عملیات ډېر شوي او موږ هغه سیمې چې ډېر لرې دي؛ ټولې د هوا له لارې اکمالوو.))

په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي؛ له ډار اچوونکو ډلو سره یې د مبارزې په تاکتیک کې تغیر راوستلی او عملیات یې هم پراخ کړي دي.

له دې سره د افغانستان جمهوري ریاست د یکشنبې په ورځ وویل چې د اسلامي دولت ډلې د ځپلو لپاره یې ملي پالیسي تصویب کړي چې په اغیزمنتیا یې ډا ډمن دي.

په داسې حال کې چې د افغان امنیتي ځواکونو په نه همغږی او نه تجهیز انتقادونه کیږي؛ د چارو کارپوهان د هر ډول وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو په میړانه جنګېدا ستایي؛ خو وايي، دا سخته ده چې په شپږو میاشتو کې د وسله والو د له منځه وړلو ادعا ثابته شي.

XS
SM
MD
LG