د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۷

په هند کې افغان محصلان څه ستونزې لري؟


په هندوستان کې کابو شپاړس زره افغان محصلان په زده کړو بوخت دي؛ دغه محصلان څه ستونزې لري؟

په هند کې د افغانو محصلانو د ستونزو په اړه په هندوستان کې د یوه افغان محصل او په خارج کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د مشرې تر منځ څه سوال او ځواب شوی؟ په نننۍ تاندې څانګې کې یې اورئ.

هندوستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د نورو هېوادونو په پرتله یې زیات افغان محصلان منلي دي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د مالوماتو له مخې اوس مهال نږدې شپاړس زره افغان محصلان د هندوستان په مختلفو پوهنتونونو کې د لیسانس؛ ماسټري او دوکتورا تر کچې په زده کړو بوخت دي چې دیارس سوه د دولتي بورسونو، شپږ زره د هند کونسلګرۍ په مرسته او پاتې نور يې په خپل شخصي لګښت تللي دي.

بیت الله حميدي چې په رخصتۍ کابل ته راغلی؛ له یوې مودې راهيسې په خپل شخصي لګښت په هند کې پر زده کړو لګیا دی؛ دی په هند کې له خپلو ملګرو او یو شمېر نورو افغانو محصلانو سره د دوی پر مختلفو ستونزو غږیدلی او هغه ستونزې يې موږ سره شريکې کړې.

ښاغلی حميدي په سر کې د هغو محصلانو دوه لومړنۍ ستونې یادوي؛ دی وايي چې په هند کې افغانو محصلانو ته د میاشتې پنځوس ډالره ټاکل شوی جېب خرڅ که یو خوا کافي نه دی نو بل خوا په میاشتو میاشتو ځنډيږي هم او دویمه ستونزه يې دا چې دوی ته د صحي بیمې ورکړل شوي کارتونه د هند په روغتونونو کې نه ورسره منل کیږي.

د دغو دواړو ستونزو په اړه مو په خارج کې د افغانستان د لوړو زده کړو مشرې انجينر کریمه قیوم اميري نظر وپوښت؛ د دې ځواب و:

((په دغه وروستي کال چې زموږ د ماليې وزارت له یو لړ مالي مشکلاتو سره مخ شو؛ د محصلانو پیسې وځنډيدې، خو دا مشکل دایمي نه و بلکې اوس حل شوی. بله دا چې دا پنځوس ډالر د دوی جيب خرچ دی او په هغه هېواد کې د دوی لپاره کافي پیسې دي.

د صحي بیمې خبره خو داسې ده چې هغه پوهنتونونه له ځینو دولتي روغتونونو سره قرارداد لري او زموږ ځينې محصلان چې د صحي بيمې له اصولو سره نه دي بلد؛ د ټاکل شويو روغتونونو پر ځای شخصي روغتونونو ته ځي؛ نو مالومه خبره ده چې هلته د دوی د صحي بيمې کارت د منلو وړ نه دی.))

د ښاغلي حميدي په خبره یو بل مشکل چې په هند کې افغان محصلان ورسره مخ کیږي؛ په شهادتنامو کې د انګریزي ژبې نه موجودیت دی چې هلته په ملي ژبو سند نه ورسره منل کیږي.

دی وايي، محصلان مجبوريږي چې یوازې په انګریزي ژبه د خپلې شهادتنامې د ژباړلو لپاره له هنده بېرته افغانستان ته راشي.

بیت الله حميدي همدا راز د خپل کاکا د زوی د کیسې په یادولو سره وايي چې د ځينو شخصي پوهنتونونو اسناد هم په هند کې نه منل کیږي؛ دی وايي چې د لوړو زده کړو وزارت باید هند او نورو هیوادونو ته تللونکي محصلان مخکې له مخکې په دې خبر کړي چې کوم پوهنتونه په بهرنیو هيوادونو کې د باور وړ دي او کوم ندي.

خو آغلې قیوم امیري وايي چې که چېرې یوه بهرني هيواد ته تلوونکی محصل هلته له تګه وړاندې خپل ټول اسناد د افغانستان د لوړو زده کړو او د بهرنیو چارو وزارت په تائیدۍ یوسي نو له هيڅ دا ډول مشکلاتو سره به مخ نشي، د آغلې اميري په قول:

(( کله چې موږ بهرنیو بورسونو ته د لوړو زدکړو وزارت له لوري د لیسانس لپاره کاندیدان ورمعرفي کوو؛ نو دوی د پوهنې وزارت له خوا د دوولسم شهادتنامې لري او هغه د ملي ژبو تر څنګ په انګريزي هم دي او کوم مشکل نه لري.

خو ځينې کسان چې تر لیسانسه په لوړه کچه هلته ځي نو که ډپلوم يې انګریزي ونه لري؛ دوی دې له خپل پوهنتون څخه په انګریزي ژبه د هغه سند تائيدلیک تر لاسه کړي او که څوک بیا له شخصي پوهنتونونو ځي؛ باید په خپل سر لاړ نه شي بلکې اړوند شخصي پوهنتون څخه د سند له تر لاسه کولو وروسته باید هغه د لوړو زده کړو وزارت ته راوړي؛ زموږ وزارت بیا د هغه اسناد څيړي او د بهرنیو چارووزارت ته يې ورليږي چې وروسته د هماغه وزارت له خوا د کوربه هېواد سفارت ته لیږل کیږي؛ نو چې کله د دوی تحصيلي اسناد د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له خوا تایيد شوي وي؛ که هغه د دولتي پوهنتون وي او که د شخصي؛ په هغه هېواد کې د منلو وړ دي.))

د هند په ځينو معتبره پوهنتونونو کې هم افغانو محصلانو ته داخله یا نه ورکول کیږي او یا په ډېره سختۍ ورکول کیږي؛ دا خبره هم بیت الله حميدي کوي او زیاتوي چې په کومو پوهنتونو کې اوس افغان محصلان زده کړې کوي؛ دومره معتبر نه دي.

خو انجينر کریمه قیوم اميري د ښاغلي حميدي د خبرې په ځواب کې بیا برعکس خبره کوي:

((هغه لیست چې د هند په ډهلي کې د افغانستان سفارت له خوا موږ ته راليږل کيږي؛ ټول پوهنتونونه يې، هغه که دولتي دي او که شخصي، له اکاډميک اعتبار څخه برخمن پوهنتونونه دي.

موږ ته ستاسې د خبرې برعکس داسې شکایتونه راځي چې یو شمېر محصلان د دې له کبله چې د هغه معتبر پوهنتون درسونه مشکل دي؛ د ناکامېدو چانس يې په کې ډېر دی او دوی غواړي چې خامخا فارغ شي؛ کوم بل نسبتاً د ټيټې کچې پوهنتون ته د تبديلۍ غوښتنه کوي. نو څنګه کيدلی شي چې د هماغه یوه پوهنتون ځینې محصلان وايي چې درسونه يې مشکل دي او ځينې بیا وايي چې نه؛ درسونه یې زموږ تر سويې لوړ دي؟ زما په نظر دا د خلکو خبرې دي، چې هغه هر څه وايي دوی يې مني.))

د بیت الله حميدي یو بل تشويش دا و چې هند ته تللي محصلان نه تعقيبيږي چې دوی څه کوي او په درسونو کې څنګه روان دي. د ښاغلي حميدي په قول هلته ځينې محصلان وخت په نامناسبه کارونو ضایع کوي او د دې له کبله يې له چا سترګه نه سوځي چې د پوښتنې يې څوک نشته.

په دې اړه د آغلې امیري ځواب و:

((هغه محصلان چې په دولتي بورسونو لېږل شوي دي، زموږ د وزارت یو هئيت په کال کې څو ځله هند ته ځي، پوهنتونونه ویني، کریکولم يې څاري، درسي چاپيریال او حتی د لیليې حالت او غذا يې ګوري چې څنګه ده؟ او ځينې که د یوه پوهنتون له چاپيریاله ناخوښ دي ، موږ د دوی په غوښتنه بل پوهنتون ته بدل کړي هم دي))

افغاني ټولنه ځينې خاص محدودیتونه او شرايط لري چې د هند ټولنې سره يې ځينې بيخي په ټکر کې دي، نو چې کله یو افغان محصل له یوې تړلې ټولنې ناڅاپه یوې ازادې ټولنې ته ننوځي، له یو لړ ستونزو سره مخ کیدلی شي، ښاغلی حميدي وايي چې په دې اړه باید پخپله افغان ځوانان په بهرنیو هېوادونو کې خپل افغاني هويت تر پوښتنې لاندې رانه ولي.

آغلې قیوم امیري بیا وايي چې دوی د ځینو روزنيزو ورکشاپونو په مرسته بهرنیو هيوادونو ته هر تلوونکی محصل د کوربه هيواد د ژوند د شرایطو او مقرراتو په اړه مخکې له مخکې پوهوي:

((مخکې له دې چې محصلان کوم بهرني هيواد ته ولېږل شي، دوی ډلې ډلې راځي او موږ په روزنیزو ورکشاپونو کې دوی د کوربه هيواد په ټولو کلتوري، مذهبي، ټولنيزو مسایلو او شرایطو پوهوو. چې دوی کله هلته لاړ شي نو باید څه ډول چلند وکړي، کومو خبرو ته پآم وکړي او څنګه ژوند وکړي. خو له بده مرغه ځينې محصلان شته چې هغوی دغه اصول او معیارونه تر پښو لاندې کوي، حتی داسې شوي چې ځينې محصلان له پوهنتون څخه ویستل شوي دي او موږ مجبوره شوي یو چې دوی له هغه ځایه راوباسو.))

(د زده کړې په اړه جدي والی ما له ځينو افغانو محصلانو زده کړ) دا د یوه هندي ځوان خبره ده چې ښاغلي حميدي ته يې د افغانو ځوانانو د جديت په اړه کړې، دی وايي چې له دومره ستونزو سره سره بیا هم په هند کې داسې افغان محصلان شته چې د سرو زرو مډالونه ګټي. حميدي وايي چې هندي ځوانان د افغانو ځوانانو په اړه ډير ښه فکر لري او دوی ځکه د لوړ عظم څښتنان بولي چې په ډېرو جنګي او سختو شرایطو کې زده کړې کوي او له نړۍ سره سیالۍ ته لیواله دي. دی وايي، موږ ځوانانو ته په کار ده چې په عمل کې ځان ثابت کړو او په ریښتیا هم ځانونه له نړۍ سره سیال کړو.

د پوهانو په خبره هڅاند او تکړه کسان له مشکلاتو سره مقابله او مبارزه کوي او ځان تر کامیابۍ رسوي. ستونزې به وي خو ټينګ عظم سړی تر خپل منزل رسولی شي. که تاسې هم کله کوم بهرني هېواد ته د زده کړو لپاره تلئ نو ډاډه یم چې د ښاغلي حميدي او د آغلې قیوم امیري ننۍ خبرې به مو په یاد وي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:11 0:00
مستقیم لېنک

تاندې څانګې پر فیسبوک پيدا کړئ، پته ده:

http://Facebook.com/tandysangy

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://shafaqn@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار یې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

XS
SM
MD
LG