د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۲

عزیزي:د ښارجوړونې وزارت د ۶ کارکوونکو دوسیې محکمې ته سپارل کېږي


د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې ډېر ژر به د ښار جوړونې وزارت اړوند شپږو کارکونکو د اداري فساد دوسیه محاکمو ته وسپاري.

په داسې حال کې چې د ښارجوړونې وزارت اړوند د شپږو کارکونکو د فساد د قضیې له افشا کیدو نږدې یوه میاشت تېریږي؛ لویه څارنوالي وایي چې لا هم په دې برخه کې د دوی څېړنې دوام لري.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي د یکشنبې په ورځ له آزادي راډیو سره په مرکه کې د دغې دوسیې د جدي څیړنې ډاډ ورکړ:

((د ښار جوړونې وزارت د شپږو رییسانو دوسیې د لویې څارنوالۍ تر څېړنې لاندې دي. تر اوسه زموږ بررسي بشپړې شوي نه دي. د افغانستان د لویې څارنوالي له خوا دا موضوع په جدیت او قاطعیت سره تر تحقیق لاندې نیول شوې ده. موږ انشاءالله ژر کولای شو خپلو تحقیقاتو ته خاتمه ورکړو او موضوع د افغانستان محاکمو ته و لیږو.))

ښاغلي عزیزي که څه هم مشخصاً و نه ویل چې د اداري فساد په دغه قضیه کې څومره پيسې حیف او میل شوي؛ خو د څه باندې لسګونه میلیونه ډالرو خبره کوي.

له دې وړاندې په یو شمېر راپورونو کې د اختلاس شویو پيسو اندازه سلګونه میلیونه ډالر یاده شوې وه.

تر دې مخکې د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمیسیون رییس زلمي زابلي حکومت ملامت ګڼلی و چې داداري فساد اړوند دوسیې په خپل وخت نه څاري او دا د دې لامل ګرځیدلی څو فاسد کسان په جرات سره فساد ته دوام ورکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني نږدې میاشت مخکې د ښار جوړونې وزارت د شپږو چارواکو دندې د اداري فساد په تور وځنډولې.

جمهوري ریاست هغه وخت لویې څارنوالۍ ته دنده و سپارله؛ څو د دغو چارواکو په اړه بشپړ تحقیقات وکړي او هغوی ممنوع الخروج اعلان کړي.

خو له دې سره سره څه موده خکې درې تنو له دغو کارکونکو څخه چې غوښتل یې د بدخشان له لارې تاجکستان ته وتښتي؛ د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېرغړي وایي چې په عدلي او قضایي ارګانونو کې د شته فساد له امله د اداري فساد اړوند دوسیې په خپل وخت نه تعقیبیږي.

د دغې جرګې د عدلي او قضایي کمیسیون غړی عثماني فراهي دغه راز په دغه قضیه کې د عدالت پر عملي کېدو ټينګار کوي او وایي چې مجرمین باید مجازات شي:

((هر څوک چې تور لګوي هغه بیله خبره ده؛ خو موږ یوازې د عدالت د پلی کېدو غښتونکي یو. موږ دا نه غواړو چې بې ګناه کس بندي شي او مجرم خوشي شي. هر هغه چاه چې عدالت پلی کړ او د خلکو او د بیت المال له ګټو څخه یې دفاع وکړه؛ موږ یې منو.))

ښاغلی فراهي سپارښتنه کوي چې که حکومت غواړي له اداري فساد سره مبارزه وکړي؛ نو باید لومړی په دولتي ادارو کې پاک کسان په دندو ګماري.

دی وایي، تر هغو چې دا موضوع جدي و نه نیول شي؛ اداري فساد به په همدې شکل دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG