د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۰

په افغانستان کې د ناټو راتلونکی ماموریت به ملکي وي


د کابل چاپ ننیو ورځپاڼو تر ډېره په بروکسل کې د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو دغونډې اوپه دې غوڼده کې د افغانستان په اړه د کړېو ژمنو په اړه مطالب او تبصرې خپرې کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو له قوله لیکلي چې راتلونکی ماموریت به مو په افغانستان کې ملکي وي.

په دی اړه مطلب کی لیکل شوي چې د ناټو د غړیو هېوادونو دفاع وزیرانو په بروکسل کې ژمنه کړې چې د افغانستان ملاتړبه کوي او د افغانستان له سرپرست دفاع وزیر سره په غونډه کې یې د غوڅ ملاتړ د ماموریت لومړۍ شپږمیاشتې ارزیابي کړي دي.

په مطلب کې راغلي چې په دې غوڼده کې د افغانستان امنیتي وضع هم څېړل شوی او د ناټو سرمنشي په روانو شرایطو کې د افغان امنیتي ځواکونو اقدامات ستایلي دي.

سرنوشت لیکلي چې د ناټو د غړیو هېوادونو دفاع وزیرانو د بروکسل په غونډه کې ژمنه کړې چې له افغانستان څخه به په راتلونکو کې کلونو کی خپل ملاتړ ته په بشپړ ډول دوام ورکړي.

ویسا:

ویسا غیردولتي ورځپاڼي هم په همدې اړه یو مطلب لیکلی او د ناټو د سرمنشي له قوله یې لیکلي چې دا تړون به له افغانستان څخه ملاتړکوي.

په مطلب کې د ینس سټولټنبرګ په حواله راغلي چې ناټو به له ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د دغه سازمان نوی ملکي ماموریت پیلوي.

په مطلب کې د امریکا د دفاع وزیر له قوله ویل شوي چې امریکا او ناټو په هیڅکله افغانستان یوازې نه پریږدي ځکه چې افغان امنیتي ځواکونه لاهم مالي او پوځي ملاتړ ته اړتیا لري.

ویسا د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارتر هغه خبره هم را اخیستې چې وایي؛ دوی به له افغان ځواکونو نه ملاتړ کوي او په دې هېواد کې به خپل مشورتي او کمکي حضور ته دوام ورکوي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله له افغانستان څخه د ناټو د ملاتړ او له افغان امنیتي ځواکونو سره د دې تړون د همکاریو په اړه لیکلې ده.

د سرمقاله لیکوال ویلي چې د افغانستان یوشمېر ګاونډي او د سیمې ځینې هېوادونه هڅې کوي چې په دې هېواد کې د جنګ ډګر تود وساتي او خپلې ګټي په کې ولټوي.

د سرمقالې د لیکوال په باور روسیه په دې هڅه کې ده چې په افغانستان کې د نا امنیو په پلمه د دې هېواد په شمالي ګاونډيو هېوادونو کې خپل سرتیري ځای پرځاي کړي.

د انیس د سرمقالې لیکوال همدې مسایلو او موجوده ګواښونو ته په پام ویلي چې ناټو او امریکا باید د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته جدي پام وکړي؛ ترڅو په بشپړ ډول د دې جوګه شي چې د ځینو استخبارتي کړيو په ملاتړ د وسله والو مخالفانو حملې شنډې کړي.

ملي ارمان:

ملي آرمان غیردولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې له افغانستان څخه د ناټو د ملاتړ او د دې ملاتړ د اړتیا په اړه هکله یومطلب خپور کړی.

په مطلب کې راغلي چې د افغان هوایي ځواکونو پیاوړتیا، د مالي مرستو دوام او له ۲۰۱۷ میلادي وروسته د مالي مرستو تنظیم د بروکسل په غونډه کې د افغانستان عمده غوښتنې وې.

ملي آرمان لیکلي چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي په دې غونډه ټینګار کړی چې ناټو باید د افغان هوایی ځواکونو پیاوړتیا ته ډیر پام وکړي.

چمتو کوونکی: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG