د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

صدیقي: روسیه دې د داعش ډلې پرضد مبارزه کې همکاري وکړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، که روسیه د اسلامي دولت له ډلې انديښنه لري له افغانانو سره دې د یادې ډلې پرضد مبارزه کې همکاري وکړي.

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې فعالیتونو تر بل هر وخته د روسیې چارواکي په انديښنه کې اچولي خو افغان چارواکي وايي، که روسیه د دې ډلې پرضد مبارزه کې همکاري وکړي له شک پرته اغیزمنه تمامیږي.

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د اسلامي دولت حضورنه یواځې دغه هېواد بلکې د سیمې او نړۍ امنیت هم په خطرکې اچولی دی.

ښاغلي صدیقي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له تروریزم سره په مبارزه کې باید د سیمې ټول هېوادونه له افغانستان سره کلکه همکاري وکړي:

«د داعش په هکله خو نه یواځې روسیه بلکې نړېوال هم انديښنه لري.

د دې لپاره چې دا تروریستي ګروپ له منځه لاړ شي باید په ګډه سره مبارزه وکړو.

باید داسې شي چې د سیمې هېوادونه خاص ډول روسیه او نور هېوادونه چې داعش ورته تهدید دی، هغوی باید د افغانستان د خلکو له مبارزې ملاتړ وکړي او په هغو ځایونو کې چې داعش فعالیت کوي د ثبات او ناامنۍ سبب شوي باید د له منځه وړلو لپاره یې په ګډه کار وکړو.»

د روسیې جمهوررییس ولادیمیر پوتین له پخواني افغان ولسمشرحامدکرزي سره د چهارشنبې په ورځ په ماسکو کې لیدلي او ویلي یې دي چې د اسلامي دولت په اړه جدي انديښنه لري.
روسي رسنیو رپوټ ورکړی چې له ښاغلي کرزي سره په دې لیدنه کې ولسمشر پوتین په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په زیاتیدونکي نفوذ هم انديښنه ښودلې.

اخوا څو ورځې مخکې د افغانستان ولسي جرګې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې وه او په ننګرهار کې یې د دې ډلې د فعالیتونو لمن مخ په پراخیدو او د جدي اندیښنې وړ بللې وه.

ځینې کارپوهان هم د اسلامي دولت د وسله والو فعالیتونه تاییدوي او وايي چې له دې ډلې سره د سیمې او نړۍ په کچه مبارزه په کار ده.

د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال او د امنیتي مسایلو څیړونکی میرزا محمد یارمند د ولادیمیر پوتین انديښنه په ځای بولي او وايي چې حکومت باید له اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې لپاره یوه روښانه تګلاره غوره کړي:

«په افغانستان کې د داعش ډلې حضور په بشپړه توګه د منلو وړ دی. کومې اندیښنې چې د روسیې ولسمشر یې لري دا په خپله په روسیه او سیمې اثر پریږدي. باید افغان دولت هم له دلې ډلې سره په مبارزه کې د سیمه ییزو همکاریو په چوکاټ کې یوه روښانه تګلاره ولري.

له دې ډلې سره باید په مبارزه کې نړیواله همکاري وشي ځکه که دا ډله هر چېرته راپیدا شي د هیوادونو واکمنۍ نسکوروي.»

له دې مخکې افغان چارواکو ویلي و چې ډېرو پخوانیو طالبانو اوس د نوم په بدلولو سره د اسلامي دولت ډلې یا داعش لپاره کار پیل کړی دی.

سیاسي کارپوهان تل ټینګار کوي چې په اوسنیو حساسو حالاتو کې اړتیا ده څو حکومت له ښه دقت څخه کار واخلي او پرینږدي چې تروریستان په یوه او بل نوم د افغانستان امنیت ګډوډ کړي.

XS
SM
MD
LG