د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

فریډم هاوس روسیه په ایرو اسیا سیمه کې د ډیموکراسۍ ضد ځواک ګڼي


د فریډم هاوس څېړنیزې ادارې د یوه تازه راپور له مخې د روسیې حکومت په ایرو اسیا سیمه کې د ډیموکراسي ضد لوی ځواک دی.

فریډم هاوس په خپل کلني راپور کې وايي؛ د روسيې له خاورې سره د کریمیا د ټاپووزمې د یو ځای کولو په اړه د ولسمشر ولادیمر پوټین ګام په خپله په روسیه او په ګاونډي هېوادونو کې د ډیموکراسۍ او ازادي په برخه کې شوي پرمختګونه ځپلي دي.

د دې راپور لیکواله "سایلوانا حبډنک کلاچکوفسکا" وايي؛ وروسته له هغې چې روسیې په اوکراین کې د نوي ډیموکراټیک حکومت د بې ثباته کولو هڅې پیل کړي؛ کریملن په داخل کې هم د ډیموکراسۍ او ازادیو ضد اقدامات پیل کړل.

د فریډم هاوس د راپور پر اساس روسي چارواکو په داخل کې د ان لاین رسنیو، اپوزوسیون د غړو او مدني ټولنو پر ضد ځپونکی ګامونه پیل کړل.

د راپور لیکواله زیاتوي د روسيې د ولسمشر پوټین له خوا د لویدیځ د بندیزونو پر وړاندې د مقاومت هڅې او په اوکراین کې د خپلو ګامونو په اړه د هغه سپیناوي د روسيې یو نوي ډول پروپاګند ته زمینه برابره کړې ده.

کلاچکوفسکا په دې اړه زیاتوي:

((ایرو اشیا سیمې ته په پام سره د فریډم هاوس د څیړونو تمرکز پر روسيې و؛ په ځانګړي ډول له ۲۰۱۲ کال راهیسې له کله نه چې ولادیمر پوټين بیا واک ته ورسید او دغلته يې ځپونکي ګامونه واخستل.

زما په فکر په تیر ۲۰۱۴ کال کې توپیر دا و چې په نړېواله سطحه د روسيې تېرۍ منزوي شو او نوې بڼه يې غوره کړه.))

فریډم هاوس ویلي، د روسيې د حکومت تر کنټرول لاندې رسنیو پروپاګند او ورسره مل پوځي تمرینونو د ایرو اسیا سیمې هېوادونو ته اندیښنې پیدا کړي او دغلته يې پر ډیموکراتیکو هڅو منفي اغیز کړی دی.

فریډم هاوس په خپل دې کلني راپور کې د پخواني شوروي اتحاد اړوندو حکومتونو، بالکان او منځنۍ اروپا په هېوادونو کې ډیموکراټیک پرمختګونه څیړي.

لیکواله کلاچکوفسکا وايي؛ په اذربایجان کې د ډیموکراسۍ ضد اقدامات تر تاجکستان، روسيې او بلاروس زیات جدي او د اندیښنې وړ دي.

د دې راپور له مخې تېر کال په ټوله کې په ایرو اسیا سیمه کې د ډیموکراسۍ د پرمختګ ګراف ښکته او پر ضد يې د ځپونکو اقداماتو لړی لوړه ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG