د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

بغلان: په دوشي کې دوه وسله وال وژل شوي او درې نور نیول شوي


بغلان: په دوشي کې دوه وسله وال وژل شوي او درې نور نیول شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

د بغلان پولیس د دې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د پنځه کسیزې ډلې د غړیو د وژل کیدو او نیول کیدو خبر ورکوي. د بغلان امنیې قومندان جنرال عبدالجبار پردلي وویل، دغې ډلې په دوشي او خنجان ولسوالیو کې ماینونه ایښودل، لارې یې نیولي او وژنې یې ترسره کولې. ښاغلي پردلي زیاته کړه چې د دوشي ولسوالۍ د کیلګي په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو د کمین په نتیجه کې د دغې ډلې دوه وسله وال ووژل شول او درې نور یې ونیول شول. په یوه بله پیښه کې پرون د دې ولایت په پلخمري ښارکې د یوه ماین په چاودنه کې دوه افغان پولیس ووژل شول.

XS
SM
MD
LG