د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

نړېوالو رسنیو د افغانستان پر ملي شورا د حملې په اړه مطالب خپاره کړي


ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو په کابل کې د پارلمان په ودانۍ د پروني ډله ییز برید په هکله مطالب خپاره کړي دي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼه په خپل عنوان کې لیکي چې انتحاري او مسلحو طالبانو د افغانستان په پارلمان برید وکړ.

ورځپاڼه لیکي چې په برید کې یوه ښځه او یو ماشوممړه او شاوخوا څلوېښت کسه نور ټپیان شول. امنیتي ځواکونو ټول برید کوونکي ووژل او طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی.

ګارډین لیکي چې د افغانستان د پارلمان رییس عبدالروف ابراهیمي چې د چاودنې په مهال یې خبرې په مستقیمه توګه د ټلویزیون له خوا خپرېدې خپله وینا قطع نه کړه.

ورځپاڼه لیکي چې ملګرو ملتونو او د هند او پاکستان صدراعظمانو ډېر ژر دغه برید وغانده. ملګرو ملتونو وویل دغه حمله په ولسواکۍ برید و.

ګارډین زیاتوي چې دغه برید یوځل بیا دا پوښتنې رامینځ ته کوي چې افغانستان د ناټو له مرستې پرته د خپل د امنیت د ساتلو څومره امکانات لري.

ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو د بریدونو دوام ځکه د دوی ترمینځ د اختلافاتو څرګندونه کوي چې څو ورځې مخکې یې یو شمېر مشران په قطر کې خبرو ته کېناستل.

ډېلي ټیلیګراف:

ډېلي ټیلیګراف ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان پر ملي شورا برید په داسې مهال وشو چې ټاکل شوې وه؛ د دفاع وزارت لپاره د افغانستان د جمهور رییس نوماند پارلمان ته وروپیژندل شي.

ورځپاڼه لیکي چې وسله والو طالبانو د افغان مذهبي علماوو وروستۍ غوښتنه هم ونه منله چې د روژې په میاشت کې یې د اوربند غوښتنه کړې وه.

فایننشیل ټایمز:

فایننشیل ټایمز ورځپاڼې هم د پارلمان په ودانۍ باندې د پروني برید یوڅه تفصیلات خپاره کړي او وايي چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې یې د کندز ولایت چهار دره او دشت ارچي ولسوالۍ نیولي دي.

وال سټریټ جورنال:

وال سټریټ جورنال ورځپاڼې په خپلې انټرنټ پاڼې باندې په کابل کې د پروني برید یوه ویډیو خپره کړې.

په ویډیو کې د پارلمان د رییس عبدالروف ابراهیمي د وینا په مهال چاودنه کیږي؛ خو هغه له وکیلانو غواړي چې نه دې ویریږي او دا د برېښنا شارټي وه.

ورځپاڼه د کابل د امنیې قوماندان عبدالرحمن رحیمي له قوله لیکي چې ټول وکیلان او سناتوران سالم وژغورل شول او ټول ښه دي.

XS
SM
MD
LG