د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس پرون په لوکسامبورګ کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره له خبرو وروسته وویل چې د هېواد دریځ یې له ایران سره د یوې احتمالي موافقې په برخه کې واضح دی او هغه دا چې فرانسه یوه اغیزمنه موافقه غواړي.
((زه همدا اوس د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره له یوساعته بحث نه راغلم. زه غواړم د فرانسې دریځ د ایران د اټومی موضوع په اړه روښانه کړم. فرانسه د یوې موافقې غوښتونکې ده؛ خو د یوې محکمې موافقې، نه خرابه موافقې.
یوه مضبوطه موافقه په څه مانا؟ دا د تصدیق یو قوي میکانیزم مانا لري چې که اړتیا وي؛ دغه راز له پوځي ځایونو څخه کتنه هم په کې شامله وي. دا په دې مانا چې که ایران د موافقې له موادو سرغړونه کوي؛ موږ پر دې هېیواد په اتوماتیک ډول د بندیزونو د بېرته ټینګېدو شاهد واوسو. دا ټول د سیمه ییز امنیت او هم د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي لپاره اقداماتو ته مهم دي او دا هغه دریځ دی چې فرانسه به پرې ولاړه وي.))
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټرشټاینمایر په لوکسامبورک کې خبریالانو ته وویل؛ خبرې یوې ټاکتونکې مرحلې ته داخلې شوي؛ خو زیاته یې کړه چې موږ تراوسه د پای ټکي ته نه یو رسیدلي:
((موږ د یوې ډېرې ټاکونکې مرحلې په پیل کې یو. زه هیله من یم چې دغه مرحله چې څو کمې ورځې ورته پاتې دي؛ هغو خبرو اترو ته د پای ټکی کښېږدي چې نړېواله ټولنه یې له څه باندې لسو کالو راهیسې له اندېښنو سره بوخته ساتلې ده.))
شټاینمایرزیاته کړه، موږ باید هیله من واوسو چې ایران په ټاکونکو مسلو کې وړاندې لاړ شي ترڅو وروستۍ نتیجه ترلاسه کړو.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هامونډ وویل؛ ایران دې ته اړتیا لري چې د یوې موافقې لپاره خپل دریځ څه نورهم نرم کړي او زیاته یې کړه چې ښایي خبرې د جون تر دېرشمې وروسته وغځیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل؛ که سیاسي اراده وي ډېر امکان شته چې یوه موافقه د جون تر دېرشمه یا له هغې څو ورځې وروسته ترلاسه شي.
ټاکل شوې ده چې د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو امریکا، فرانسې، بریتانیا، چین روسیې او جرمني ترمنځ د خبرو وروستی دور د روانې اوونۍ په پای کې د اتریش په پلازمینه ویانا کې ترسره شي.