د کابل بانک د تصفیې د مدیریت برخې سرپرست وايي؛ د دغه بانک د ۹۸۷ میلیونه پور وړو ډالرو له مجموعه نه دوی توانیدلي چې تراوسه ۲۳۸ میلیونه ډالر لاسته راوړي.
محمد احسان اعیان د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د کابل بانک د پوروړو د جایدادونو له درکه دوی دولت ته ۴۸ میلیونه ډالره ورکړي.
د ښاغلي اعیان په خبره د کابل بانک یو شمېر زیات پوروړي تیار دي چې خپل پورونه پرې کړي:
((د کابل بانک موضوع د نړېوالو لپاره یوه نمایشي موضوع وه؛ ځکه د نړېوالو دا شرط و هغه موضوعات چې د ولسمشر کرزي حکومت ونه توانید چې حل یا پرې قانون عملي کړي؛ نو تاسو باید دغه کار وکړئ، له بدمرغه لکه څنګه د کابل بانک د تصفیې له مدیریت نه د خلکو او شورا غوښتنه وه؛ دوی ونه توانید څو له خلکو پیسې را ټولې کړي؛ زما په نظر د دوی کار بې نتیجې دي او مصارف هم لوړ دي.))
ښاغلي اعیان وايي، د روانې اونۍ د دوشنبې تر ورځې پورې د کابل بانک د قضیې ۱۷۹ پوروړي وخت لري چې خپل ۲۰ فیصده پورونه پرې کړي.
د کابل بانک د تصفیې د مدیریت څانګه وايي؛ ځيني دغه پوروړي د محکمې فیصله غیرعادلانه بولي او ټینګار کوي چې خپل پورونه نه ورکوي؛ خو نوموړی وايي، په دې برخه کې قانون په ټولو یوشان عملي کیږي.
کابل بانک په ۲۰۱۰ میلادي کال کې هغه مهال له سقوط سره مخامخ شو چې له د یاد بانک مدیرانو او سهم لرونکو له دغه بانک نه شاوخوا ۹۰۰ ملیونه ډالر په غیر قانوني ډول بهر ته انتقال کړل.
که څه هم پخواني حکومت هڅې وکړې څو د کابل بانک پیسې بېرته را ټولې کړي؛ خو ونه توانید.
د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره سم ولسمشر محمد اشرف غني د کابل بانک د قضیې په اړه حکم صادر کړ او ټنیګار یې وکړ؛ څو د دغه بانک پیسې بېرته حصول شي.
د دغه حکم نه شاوخوا لس میاشتې کیږي او د کابل بانک د تصفیې مدیریت په همدې خاطر جوړ شو؛ خو تراوسه نه دی توانیدلی چې د کابل بانک له پوروړو نه پیسې را ټولې کړي.
په عین حال کې د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمیسیون مشر امیرخان یار وايي چې په دې برخه کې د ملي وحدت حکومت خبرې نمایشي بڼه لري.
ښاغلي یار د کابل بانک د تصفیې د مدیریت پر برخې هم انتقاد وکړ:
((د تصفیې له ابتدا نه موږ ۲۳۸ میلیونه ډالره بېرته راټولې کړي؛ په دې کې ۴۸ میلیونه ډالر دولت ته انتقال کړي؛ خو د دغه تصفیې جنجال لا اوس هم د دولت سره پاتې دي.))
خو د کابل بانک د تصفیې د مدیریت مسولین وايي چې دوی هڅه کوي څو د کابل بانک ټولې پیسې حصول کړي.
اوس مهال د کابل بانک د بحران دوتنه تورن کسان شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزي او د دغه بانک ځینې نور کارکوونکي په بند کې شپې ورځي تیروي.
ځینې اقتصادي کارپوهان وايي چې افغان حکومت باید د کابل بانک د قضیې له ټولو تورنو کسانو سره یو شان عادلانه چلند وکړي.
هغوی په دې باور دي چې د دغه بانک د اختلاس شويو پيسو حصول کولي شي د خلکو تر منځ د بانکدارۍ اعتبار زیات او هم نړېوالو ته دا په ډاګه کړي چې د ملي وحدت حکومت د فساد په لمنځه وړلو کې قاطع دي او جدي اراده لري.