د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د هغو ستراتیژیکو سندونو او موافقت نامو د موادو عملي کېدل څاري چې حکومت له یو شمېر بهرنیو هیوادونو سره لاسلیک کړي دي.
که څه هم داسې انتقادونه شته چې د افغانستان او یو شمېر بهرنیو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو سندونه په سمه توګه نه عملي کیږي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت وايي د لاسلیک شویو سندونو عملي کېدل څاري.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني دشنبې په ورځ خبریالانو ته د خپلو سلو کاري ورځو د معرفي کولو پر مهال دا موضوع له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه وبلله:
((زموږ له لومړیتوبونو څخه په دې سلو ورځو کې د ستراتیژیکو تړونونو؛ قراردادونو او موافقت نامو د موادو د عملي کېدو څارنه ده چې د افغانستان حکومت مخکې لاسلیک کړي دي. افغانستان تر اوسه له دولسو هېوادونو سره ستراتیژیک تړونونه او موافقتنامې لاسلیک کړي دي چې بیا څارنې ته یې اړتیا شته.))
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ افغانستان په تېرو نږدې څوارلسو کلونو کې له خپلو لویدیځو او سیمه ییزو متحدینو سره د اوږد مهاله همکاریو او دغه راز په اقتصادي او سیاسي برخو کې د همکارۍ دولس تړونونه لاسلیک کړي دي.
تر دې دمه دغه هېواد له هند، چین، امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا سره د همکاریو ستراتیژیک سندونه لاسلیک کړي او له ایران، پاکستان، روسیې او د منځنۍ آسیا او د سیمې له ځينو هېوادونو سره په اقتصادي او سیاسي چارو کې د همکاریو موافقت نامې لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د خپلو کاري پروګرامونو د وړاندې کولو په مهال دغه راز وویل چې د افغانستان بهرنیو اړیکو او اقتصادي وضعیت ته په کتو په نږدې راتلونکې کې به په برازیل؛ جنوبي افریقا او هنګري کې د افغانستان سفارتونه وتړي او په بلغاریا کې به هم د افغانستان سفارت په سیاسي نمایندګۍ تبدیل کړي.
نوموړي دغه راز وویل چې په یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمي فرهنګي سازمان کې به د افغانستان د نمایندګۍ چارې په پاریس کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شي.
د دې تر څنګ د هند په کلکتې او د یونان په مرکز آتن کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو پرانیستل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له راتلونکو اقداماتو په توګه یاد شول.
د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې د افغانستان د بهرني سیاست د اصولو د جوړولو لپاره دا مهال په دغه وزارت کې د یوه کمیسیون له لورې کار جریان لري چې تر جوړېدو وروسته به یې ولسي جرګې ته د تصویب لپاره و لیږل شي.
((د اساسي اصولو یا د بهرني سیاست د کرښو تدوین او ملي شورا ته یې د تصویب لپاره لیږل زما له کاري لومړیتوبونو څخه دي. د دې لپاره مو یو کمیسیون ټاکلی چې عملاً یې کار پیل کړی دی.))
د افغانستان پرحکومت تل انتقادونه کیږي چې د خپلو نړیوالو متحدینو د مرستو په را جلبولو او د یوه روښانه بهرني سیاست په خپلولو کې پاته راغلی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې غړي او کارپوهان افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې یو وار بیا له یو شمېر هیوادونو سره په خپلو اړیکو کتنه وکړي او خپل بهرنی سیاست د افغانستان د ملي ګټو له مخې تنظیم کړي.