د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۹

د ۲۷۰ کیلومټره پټلۍ اقتصادي او تخنیکي مطالعه د فواید عامې د وزیر سل ورځنی کاري پلان


د افغانستان د فواید عامې وزیر د وسپنې پټلیو تخنیکي مطالعې په راتلونکو سلو ورځو کې له خپلو مهمو کاري لومړیتوبو څخه بولي.

انجینیر محمود بلیغ د چهارشنبې په ورځ د خپلو سلو ورځو کاري پلان د بیان پر مهال وویل چې په دې موده کې به هڅه وکړي چې د افغانستان د وسپنې پټلۍ ټولې تخنیکې مطالعې بشپړې کړي.

ښاغلي بلیغ وویل چې د اوسپنې پټلۍ د منځنۍ او جنوبي آسیا د نښلولو په خاطر له ډېر ارزښته برخمنه ده:

((د دې لپاره چې موږ وکولای شو افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا تر منځ د یوې ټرانزیټي لارې په توګه وکاروو. د وسپنې پټلۍ به له افغان حکومت سره اوږه ورکړي.

د وسپنې پټلۍ په اړه چې موږ د راتلونکو سلو ورځو لپاره پلان لرو هغه دا دی چې د شاوخوا ۲۷۰ کیلومټره وسپنې پټلۍ اقتصادي او تخنیکي مطالعه به په ټول هېواد کې پای ته ورسیږي.))

اوس وخت د افغانستان په خاوره کې له حیرتان بندره تر مزارشریف ښار پورې د پنځه اویا کیلومترو په اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ فعاله ده چې د آسیايي بانک د ۱۷۰ میلیونو ډالرو په مرستې جوړه شوې.

د فواید عامې وزیر محمود بلیغ وایي؛ تمه ده د ایراني چارواکو له ژمنې سره سم د هرات ولایت او ایران تر منځ هم د اوسپنې یوه پټلۍ جوړه شي.

په افغانستان کې د وسپنې پټلۍ د جوړولو لپاره تېر کال افغان چارواکو د ترکمنستان، تاجکستان او چین له هېوادونو سره موافقې هم لاسلیک کړې.

د فواید عامې وزیر ښاغلي بلیغ د سړکونو د ویجاړېدو لامل په موټرو کې ډېر بار وباله؛ خو ټینګار یې وکړ چې په راتلونکو سلو ورځو کې به ۲۲۷ کیلومټره سړکونه او ۴۰۰ پلونه هم سروې کړي چې بیا یې د رغولو چارو ته زمینه برابره شي.

د ۲۲۶ کیلومټرو سړکونو او ۴۵۰ مټرو پلونو ډیزاین، د اولسو پروژو تدارکاتي کار پيل او د دولسو پروژو ګټه اخیستنه هغه څه دې چې د فواید عامې وزیر یې په سلو ورځو کې د عملي کولو ژمنه وکړه.
خو اقتصادي کارپوهان د فواید عامې وزیر دا ژمنې شعاري بولي او عملي کولو ته یې د شک په سترګه ګوري.

یوه افغان کارپوه ډاکټر جاوید صافي په دې اړه آزادي راډیو ته وویل:

((لکه څنګه چې د فواید عامې نوي وزیر د سلو ورځو لپاره خپل پلان بیان کړ؛ کیدای شي وخت یې ځواب ورکړي چې څومره به عملي شي. پخواني دولت هم لویې وعدې خلکو ته کولې؛ خو عملي کولې یې نه.

که چېرته ډاکټرصاحب اشرف غني او ډاکټر صاحب عبدالله په رښتیا په خپلو منځو کې د اعتماد فضا رامنځته کړي؛ نور هېوادونه به هم دې ته قانع شي چې په افغانستان کې ثبات راتلونکی دی.))

ښاغلي صافي وویل چې د حکومت د مشرانو تر منځ شته نا همغږي به د دې لامل شي چې په افغانستان کې وضعیت هیڅ ښه نه شي او یو شمېر مهمې پروژې به نیمګړې پاتې شي.

د ویلو ده چې افغان سوداګرو په څو واره له حکومته غوښتنه کړې چې د حلقوي سړکونو، لویو لارو او اوسپنو پټلیو رغولو ته جدي پاملرنه وکړي.

کارپوهان وايي، د دغو لویو لارو، اوسپنو پټلیو او سړکونو جوړیدل به په اقتصادي پیاوړتیا کې لوی رول ولوبوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG