د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

له نغلو څخه ننګرهار ته تېره شوې بريښنا قطع شوې ده


له تېرو درېیو ورځو راهیسې له نغلو څخه ننګرهار ته د تېرې شوې بريښنا مزي د اوزبین په سیمه کې قطع شوي دي.

د ننګرهار د بريښنا رييس انجنیر محب الرحمن مومند ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وویل چې دا مزې د کابل د سروبي ولسوالۍ د اوزبین په سیمه کې د یو شمېر وسله والو له خوا قطع شوي او لامل يې دا ښودلی؛ که چېرې د دوی سیمې ته برېښنا ورنه کړل شي؛ دوی به اجازه ورنه کړي.

نوموړي وویل چې دوی په پرلپسې ډول د یادې سیمې د قومي مخورو په منځګړتوب له وسله والو سره خبرې کړي او هڅې روانې دي چې هغوی ته قناعت ورکړي او د برېښنا مزي بېرته وتړي:

"موږ د سروبی ولسوالۍ د اوزبین خلکو سره غونډه درلوده چې د سروبي ولسوال هم و؛ دوی سره مو دا ستونزه شریکه کړه چې روژه راروانه ده؛ په روژه کې هلته کار سخت دی؛ سخته ګرمي ده، یو خط مو ورته وسپاره چې د روژې وروسته به موږ دوی ته برېښنا تیروو؛ د شپږو کسانو په حضور کې موږ ورته خط وسپاره؛ وبه ګورو چې هغوی موږ سره دا نظر مني که څنګه؟"

مومند وايي، هغه مهال چې د اوزبین له سیمې څخه برېښنا تېرېده د هغه سیمې خلکو سره ژمنه شوې وه چې دوی ته به هم برېښنا ورکوي؛ خو د ده په خبره یوازې پایې تیرې شوي؛ ولې برېښنا نه ده ورکړل شوې:

"زموږ داخلي سیسټم داسې دی چې بادپښ زموږ مربوط کیږي او هلته ښه کار روان دی؛ څه مشکل نه شته، خو د اوزبین ساحه چې د کابل مربوط کیږي؛ هلته پایې لګول شوي دي؛ خو ستونزه دا وه چې د پایو قرار داد چې چا ته ورکړل شوی و؛ هغوی په خپل کار کې لږ څه ځنډ کړی و؛ ولې اوس د دوی لپاره وسایل ټول خریداری شوي دي او په نیږدې وخت کې به ورته انتقال شي."

له نغلو څخه ننګرهار ته د تېرې شوې برېښنا مزي داسې مهال قطع شوي چې له یوې خوا په ننګرهار کې ګرمي شاوخوا څلوېښت درجو ته رسیږي او له بلې خوا د روژې مبارکه میاشتې شروع کیدونکې ده.

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG