د افغانستان د نندارتون مرکز د څلورو ورځو لپاره په کابل کې د ټکنالوژيکي وسایلو نندارتون پرانست.
د افغانستان د مرکزي نندارتون مسوولین وايي؛ له یاد نندارتون څخه یې هدف د پانګې اچونې به برخه کې د پانګوالو تشویقول دي.
دغه نندراتون چې د شنبې په ورځ په کابل کې پرانستل شو؛ تر را تلونکو څلورو ورځو پورې به د خلکو پر مخ پرانستی وي.
په دغه نندارتون کې ټکالوژیکي وسایل لکه کمپیوټر، ټلویزیونونه، مبایلونه، سټلایټونه او ګڼ نور بریښنايي وسایل په ۱۲۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي وو.
هارون یو له افغان پانګوالو څخه دی چې خپل ټکنالوژیکي وسایل یې نندارې ته وړاندې کړي وو.
هغه په تېرو دوو کلونو کې د هېواد امنیتي وضعیت د پانګوالو لپاره د اندیښنې وړ وباله او زیاته یې کړه چې د همدې اندېښنې له امله افغان سوداګرو خپله پانګه له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته انتقال کړه.
هغه د دې ډول نندارتونونو پرانستل د پانګوالو د تشویق لپاره مهم وبلل:
((د وروستیو دوو کلونو امنیتي وضعیت موږ د ډېرو ستونزو سره مخامخ کړو مشتریان ورځ په ورځ کمیږي؛ خو په ورستیو دوو میاشتو کې بیخي له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي یو.))
د افغانستان مرکزی نندارتون د تېرو څلورو کلونو راپه دې خوا څلور دا ډول نندارتونونه جوړ کړي دي چې په ډېرو کې یې افغاني محصولات نندارې ته وړاندې شوي؛ خو دا لومړی ځل دی چې ټکنالوژي وسایل نندارې ته وړاندې کیږي.
د دغه مرکز مسوولین وايي؛ که حکومت د دوی پانګې ته پاملرنه زیاته کړي؛ افغانستان به د پانګونې په برخه کې د نړۍ له لویو هېوادونو سره سیالي وکړي.
د نوي حکومت په جوړېدو سره تمه کېده؛ څو زیات پانګوال هېواد ته را ستانه شي. خو اوس د حکومت اجراییه ریاست دا مني چې حکومت د پانګونې د تشویق او ودې لپاره سم کار نه دی کړی.
د اجراییه ریاست اقتصادي سلاکار محمد قربان حقجو د ملي وحدت پر حکومت انتقاد کوي چې د اقتصاد ودې ته یې لومړیتوب نه دی ورکړی:
((موږ باید خپله په ځان بسیا شو او حتی تر دې چې باید صادرات ولرو هغه څه چې زه یې ویل غواړم دا دي چې افغان دولت د وخت ضایع کولو نور وخت نه لري.
موږ کافي فرصتونه له لاسه ورکړي دي او بدبختانه اوس هم د اقتصاد په برخه کې د ژورو بدلونونو لپاره قوي اراده نه لیدل کيږي او اقتصاد ته لومړیتوب نه روکول کیږي او زه وایم چې د حکومت اصلي کار دا دی چې موږ خلکو ته خدمات وړاندې کړو.))
یو شمېر پانګوالو چې خپل توکي یې په دغه نندارتون کې نندارې ته ایښي و وایي چې که حکومت ورسره همکاري وکړي؛ نو په افغانستان کې زیاتې پانګونې ته چمتو دي.
دوی زیاتوي چې که حکومت د دوی پر وړاندې دا ډول بې پروایي وکړی؛ نو خپلې پانګې به له هېواده بهر یوسي او دا کار به د هېواد او خلکو په اقتصاد ناوړه اغیزه وکړي.