اروپايي ټولنه وايي، که اداري فساد په افغانستان کې د دوی مرستې له خطر سره مخ کړي دا مرستې به کمې کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې خاص استازی وايي، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې اروپايي ټولنې ډېرې پيسې لګولي خو که له دې وروسته یې مرستې له خطرسره مخ شي ښايي راکمې یې کړي.
فرانزمایکل میلیبن له اداري فساد سره د مبارزې د لارو په نوم د کنفرانس په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل چې افغان چارواکي باید د ژمنو له حده ووځي او له فساد سره مبارزه عملي کړي:
((دلته اداري فساد ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي. حکومت په ژمنو او شعارونو کې د فساد په وړاندې ښې خبرې کړي او ښه اراده یې ښودلې خو دا یې وخت دی چې له ژمنو ووځي او په عمل کې مبارزه وکړي.
موږ هم کولای شو چې خپل تنبیهي پروګرام تطبیق کړو چې په نتیجه کې یې خپلې مرستې کموو که چیرته زموږ مرستې د اداري فساد سره خطر سره مخ شي.))
ښاغلي میلیبن زیاته کړه چې د حکومت اوسني چارواکي دې د پخوانیوهغو د ګرم بللو پرځای خپله لاس په کار شي د دې لپاره چې واک اوس د دوی په لاس کې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې خاص استازي په داسې حال کې افغان حکومت له اداري فساد سره عملي مبارزې ته وهڅوو چې ځیني وختونه په خپله بهرنیان هم په افغانستان کې په لویو فسادونوکې ښکیل بلل شوي دي.
د کابل بانک دوسیه، د دفاع وزارت د تیلو قراردادونه او ځینې نور مسایل د اداري فساد له لویو دوسیو شمېرل کیږي چې د افغان ولسمشرپه امر نوي حکومت سپړلي خو تراوسه یې عملي نتیجې نه دي روښانه شوي.
اخوا په ښې حکومتوالۍ کې د افغان ولسمشرځانګړي استازي احمدضیا مسعود وویل چې ضعیفو اداري او قضایي سیسټمونو پراخ فساد رامنځته کړی او اوس هم دا لړۍ دوام لري.
ښاغلي مسعود وویل چې د فساد اصلي عوامل په دې برخه کې د قضایي ادارو ضعیفه عمل او د دولتي څوکیو سیاسي کول دي:
((اداري فساد زموږپه هېواد کې داسې یوه ستونزه ده چې ټول خلک دې کړیږي.
افغانستان ته د سړکونو، تعلیم، روغتونونو او نورو لسهاوو برخو لپاره ډېرې پيسې راغلي که یوه برخه یې په دې برخو لګیدلي وي یوه بله برخه یې زموږد ملکي خدمتونو مامورینو لوټ کړې ده.
خپله د ادارې سیاسي کول هم د دې لامل شوی چې لوی اداري فساد رامنځته شي او ان په اوسنیو شرایطو کې هم دا بهیر روان دی.))
په ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشرځانګړي استازي ښاغلي مسعود وویل چې افغان چارواکي له فساد سره مبارزه غواړي او په کارده چې په ټولو ادارو کې دا مبارزه عملي شي.
احمدضیا مسعود بهرنیان هم په ځینو حالاتو کې په تېروتنو ګرم وبلل او ویې ویل چې د هغوی د ځینو حسابونو د نه روښانیدو په سبب لویو فسادونو ته زمینې برابرې شوي دي.
د افغان کابینې څو وزیرانو هم په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې له فساد سره مبارزه کوي، خو دا معلومه نه ده چې که دوی ونه توانیږي اداري فساد ورک کړي د بهرنیو مرستو په نشتوالي کې به څنګه خپلې چارې مخ ته یوسي.
راپور: صفي الله ستانکزی