د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

شکيلا اماج څنګه د افغانو پېغلو لپاره مثال وګرځېده!؟


آغلې شکيلا اماج وايي چې څوک خدای خوشبخته پېدا کړي دي خو څوک بیا باید په خپلوهلو ځلو خپله بدبختي په خوشبختۍ بدله کړي. شکیلا اماج یوه تکړه افغانه پېغله ده چې په نننۍ تاندې څانګې کې يې در پېژنو.

د خپرونې بله موضوع مو قطر هېواد ته د افغانو کاريګرو د لېږلو مسئله ده چې له نږدې تېرو درو کلونو راهيسې يې اوازه ده، خو عمل يې سږ کال څومره ممکن دی؟ په دې تاندې څانګې کې پرې غږیږو.

د افغانې پېغلې شکيلا اماج ماشومتوب هم د مهاجرت په کلونو کې د پاکستان په کوټه کې تېر شوی دی.

اغلې اماج وايي چې که یو خوا د مهاجر نوم راباندې ایښودل شوی و او چا مې پلار ته په اسانه کار نه ورکاوه نو بل خوا په دولتي ښوونځیو کې د درس ویلو حق هم رانه اخیستل شوی و، ځکه مجبوره وو چې د شخصي ښوونځيو لوړ فیسونه په ځان ومنو.

د پلار په معاش یا تنخوا چې ګوزاره ونه شوه نو مور مې خیاطي پېل کړه او کله چې موږ لږ رالوی شوو نو په خپله مولاس پښې وهل پېل کړل او دې ته کېنه ناستو چې یو دې يې ګټي، سل دې يې څټي.

شکیلا اماج وايي چې کله په ۲۰۰۴ میلادي کال کې بېرته هېواد ته راستانه شوو نو د خلکو دا خبرې شوې او موږ شوو چې په نجونو چا تعلیم کړی، د پردي کور دي، سبا به ځي. خو زموږ کورنۍ چاپېریال داسې و چې د خلکو په خبرو پسې چا سر ونه ګرځاوه بلکې برعکس يې موږ لا نورو زده کړو او زحمت ته هڅولو.

ډيرو مشکلاتو سره مخ وو، موږ په اردو او انګریزي ژبه لیک لوست کړی و او دلته ناڅاپه په پښتو دري باندې راته د درسونو ویل ګران تمام شول خو ځان مو زر سمبال کړ، دا خبره هم اغلې شکیلا اماج کوي او زیاتوي چې په کانکور ازموينه کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالۍ شوم خو زما ارمان طب و چې ورته ونه رسېدم، بیا مې له خپلې مشرې خور شکېبا څانګې اماج سره یوه هندي پوهنتون ته لار پېدا کړه، خو بیا څه وشول؟...

اغلې شکيلا وايي چې د هند یوه شخصي پوهنتون ته په پنځه سوه کسانو کې ما دویم او خور مې درېیم مقام خپل کړ او وربریالۍ شوو خو هند ته زموږ له تګه یو دوه ورځې وړاندې زما خور ترور شوه، زما زړه مات شو او هغه پوهنتون هم پاتې شو.

څه وايي چې ژوند د ښاديو او غمونو ګډه ټولګه ده. نه غمونه دومره زورور دي چې هر وخت به دې مېلمانه وي او نه ښادۍ دومره باحوصله دي چې تل به د تا وي.

شکیلا اماج خپله حوصله او زغم له لاسه ورنه کړ، په یوه شخصي پوهنتون کې يې اداره او تجارت ولوست، اوس ماسټري کوي او یوه داسې ښه وظیفه لري چې خپل اقصتادي مشکلات يې حل کړي او کور ورباندې بسیه دی.

ما ویل له ژونده دې څه زده کړل، دې ویل چې ژوند یو څو دقيقه يي فلم نه بلکې حقيقت دی او همدا ستونزې دي چې سړی خپل منزل ته رسوي. شکيلا وايي د هغو ځوانانو حالت ته حيرانيږم چې په فلمونو کې څه ګوري، فکر کوي همدا هر څه په حقيقي ژوند کې هم هماغومره زر کیږي.

د شکیلا اماج خپلو هڅو او د کورنۍ ملاتړ هغه نن د نورو لپاره یو مثال ګرځولې ده.

هغه په دې عقيده ده چې د نورو لپاره ژوند کول په کار دي، له کورنيو غواړي چې د خپلو اولادونو تر منځ دې توپير نه کوي او ځوانانو ته وايي چې په ټولنه کې مثبت بدلون همدا تاسې راوستلی شئ.

سږ کال به افغان کاریګر قطر ته لاړ شي او که نه؟

اغلې شکیلا اماج وویل چې مثبت بدلون راوړل په کار دي. په افغانستان کې یوه غټه ستونزه چې ځوانان ترې ځوريږي، بېکاري ده چې تر اوسه کوم خاص بدلون ندی پکې تر سترګو شوی.

نږدې درې کاله مخکې د کار او ټولنیزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت چارواکو ویلي وو چې دوی به پنځه زره کاریګر ځوانان قطر هېواد ته وليږي چې دا به تر یوه بريده د مسلکي ځوانانو د بېکارۍ کچه راټيټه کړي، ښاغلي افتخاري دا هم ویلي وو چې قطر هېواد ته د کاریګره ځوانانو د لېږلو په اړه حتی هوکړه لیک لاسلیک شوی دی:

په افغانستان کې یوه غټه ستونزه چې ځوانان ترې ځوريږي، بېکاري ده چې تر اوسه کوم خاص بدلون ندی پکې تر سترګو شوی.
په افغانستان کې یوه غټه ستونزه چې ځوانان ترې ځوريږي، بېکاري ده چې تر اوسه کوم خاص بدلون ندی پکې تر سترګو شوی.

((دغه پروګرام اصلاً تیرکال زموږ په پلان کې و خو د ځينو ستونزو له کبله پاتې شو، مګر اوس وروستۍ پرېکړې ته رسيدلي یو او هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.

د دغو کسانو د لېږد لړۍ لا پيل شوې نده خو په نږدې وخت کې به پېل شي.

دغه پنځه زره کسان هماغه دي چې تېرکال مو يې نومونه لیکلي. څنګه چې زموږ هيئت له قطر هېواده راستون شو نو موږ به د رسنيو له لارې هغه ټول کسان خبر کړو چې کار روزګار نه لري، دوی په بېلابېلو برخو کې کسان رانه غوښتي دي.))

خو اوس د همدغه وزارت چارواکي وايي چې نه، هغه وخت هم موضوع پوره نه وه روښانه. تردغو تازه څرګندونو وړاندې به د څو کاریګرو خبرې واورو چې له بېکارۍ او دولته ګیله من دي:

((زما نوم فرهاد دی، دلته څاه کيندونکي شته د ډېرو مسلکونو کسان شته خو کار نشته، بېکاري ډيره ده، څه وکړو؟ له دې وروسته مجبوره یو غلا وکړو، خلک ووژنو، هر کار چې په لاس راشي ويې کړو خو د خپلې کورنۍ پردې او عزت ته ګورو.

په دې هیله داسې نه کوو چې دولت به مو جوړ شي خو له ورځې بلې ته پسې خرابيږي،وايي چې دولت له غريبه جوړيږي کنه نو نه جوړيږي. د کاراو ټولنيزو چارو وزیر کرار ناست دی والله که زموږ په کیسه کې لا وي، دا هسې خوشې خبري دي.

زما نوم سيدحسن دی، دا قطر ته چې کسان بیايي، زما خو هيڅ هیله او امید نشته چې موږ ته به راورسيږي، ځکه چې ټوله واسطه بازي او د پيسو زور دی، چې موږ يې نه لرو. بله دا چې قطر خو جوړ دی، ولې دغه کار پخپل هېواد کې نه راته جوړوي؟ پردي وطن مو زړه خوړلی دی، خدای مو دې نور نه ورته احتیاجوي.))

سږکال بیا د دغه وزارت د کارموندنې او د بشري ځواک عمومي مشر خيرمحمد نيرو وايي چې قطر هېواد ته د افغانو کاريګرو د لېږد کار په هغه کال هم نه و نهايي شوی خو دی وايي چې سږ کال اهتمال شته چې دغه پروسه عملي شي:

((اصلاً وړم کال هم قطر ته د افغانو کاریګرو د لېږلو کار نهايي شوی نه و.

د ځينو سیاسي او تخنيکي مشکلاتو له مخې موږ ته ويزې رانکړل شوې خو سږ کال هڅې روانې دي، په دې نږدې وختونو کې د کار او ټولنيزو چارو وزیر له ريئس جمهور سره قطر ته یو سفر لري، اميد دی چې دوی به په دې اړه خبرې وکړي او احتمال شته چې سږ کال دا پروسه پېل او عملي شي.

نور موږ کومه ستونزه نه لرو، کاریګر د شرکتونو لخوا ليږل کیږي، نومونه مو يې ثبت کړي دي او څومره کسان چې د دوی په کار وو، له ثبت شويو کسانو به هغه قطر ته لېږل کیږي.))

ځوانان د یوې ټولنې د ملاتير او د راتلوونکي جوړوونکي بلل کیږي، نو دولت ته ښايي چې په حال یاني په اوسني وخت کې هغوی ته د دې زمينه برابره کړي چې دوی په ريښتيني معنا ځانونه د خپلې ټولنې د ملا تير او د راتلوونکي جوړوونکي ثابت کړي.

دا خپرونه په دې پته پر فیسبوک موندلی شئ. http://facebook.com/tandysangy

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته خپل نظرونه راسره شریک کړئ: : http://ShafaqN@rferl.org

جوړوونکی: نورګل شفق

یادونه: تاندې څانګې هره شنبې، ماسپښين ۲:۳۰ او تکرار يې هره سې شنبې سهار ۱۰:۳۰خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG