د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

افغان فوټبالران له سوریایانو سره لوبه کوي


د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن د ۲۰۱۸ کال نړېوال جام لوبو ته د غوراوي لومړۍ لوبه له سوریې سره کوي.

د ایران په مشهد ښار کې په زرګونو افغانان له څو ورځو راهیسې انتظار دي چې د خپل ټیم لوبه وویني.

له نژدې یوې اونۍ راهیسې په ډله ییزو رسنیو کې لکه فیسبوک کې د افغانانو تصویرونه خپریږي چې نننۍ لوبې ته انتظار دي او دوی د اونۍ په پیل کې د مشهد په هوایي ډګر کې د افغان لوبغاړو تاوده هرکلي ته تور، سور او شین بیرغونه ورپول.

نن لوبه د کابل په وخت د ماښام اته بجې پیلیږي. د افغانستان د ملي ټیم مرستیال روزونکي علي عسکر لعلي ازادي راډیو ته وویل چې لوبغاړو مو په تیرو څو ورځو کې ښه تمرینات ترسره کړې دي او نن به تهاجمي لوبه کوي:

((ان شاء اله لوبغاړي ښه چمتو شوي دي هم له روحي اړخه او هم د لوبې له نظره. زموږ لوبه به تر ډیره داسې وي چې د مخالف ټیم په میدان کې ولوبیږو او د برید لوبه به کوو.))

ښاغلي لعلي زیاته کړه چې سوریه یو غښتلی ټیم دی، خو زموږ د لوبغاړو روحیه پياوړې ده.

په ننۍ لوبه کې اتلس زره افغانانو ته اجازه ورکړل شوې ده چې سټیډیم ته ورشي او دوه زره ټکټونه سوریایانو ته ځانګړې شوې دي، دا ځکه چې د ننۍ لوبې کوربه افغانستان دی چې د امنیتي دلایلو له امله یې لوبه په خپل کور کې نه کیږي.

د دواړو هیوادو تر منځ د غوراوي دوهمه لوبه په سوریه کې هم د امنیتي ستونزو له امله نه ترسره کیږي او د فوټبال نړیوال فدراسیون پریکړه کړې ده چې دا لوبه هم په ایران کې وشي.

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون یوه جګپوړي غړي طاهر رووفي ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبډلې د سوریې لوبې ته ښه تیاریانې نیولې وې:

((افغان لوبغاړو په نژدې درې څلور تمریناتي کمپونو کې لوبې کړې دي دوه دوستانه لوبې مو کړې دي، له داوس څخه مو دوه صفر وګټله او له بنګله دیش سره یو یو مساوي شو دریمه مسابقه ټاکل شوې وه چې دریمه په قرغزستان کې وشي، خو د واورو له امله ونه شوه. هیلمن یوو چې درې امتیازه له ننۍ لوبې تر لاسه کړو.))

د مشهد د ثامن په نوم سټیډیوم کې دیرش زره کسان ځایږي خو ویل کیږي چې د امنیتي دلایلو له امله به ایران دغه شمیر کسانو ته اجازه ورنه کړي چې دا لوبه وګوري.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام لوبې په روسیه کې وشي دغه جام ته د رسیدو لپاره به افغان لوبډله د سوریې سربیره دوې دوې لوبې له سینګاپور، کمبودیا او جاپان سره کوي.

XS
SM
MD
LG