د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

څه د پاسه سل زره پناه غوښتونکي اروپايې هېوادونو ته رسیدلي


د مهاجرت نړېوال سازمان وايې، په روان میلادي کال کې تر اوسه پورې څه د پاسه سل زره پناه غوښتونکي اروپايې هېوادونو ته رسیدلي دي.

ای او ایم یا د مهاجرت نړېوال سازمان وايې، د روان ۲۰۱۵ میلادي کال له پیل راهیسې تراوسه پورې څه د پاسه سل زره پناه غوښتونکې د اروپايي هېوادونو سواحلو ته رسیدلي دي.

دې سازمان چې مرکزکې يې په جینیوا کې دی په خپل یوه تازه راپورکې ویلي چې دا پناه غوښتونکې د مدیترانې سمندرله لارې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته رسیدلي دي.

د ای او ایم یا د مهاجرت نړېوال سازمان ویاند جویل میلمن وايي، دا مهال په مدیترانې سمندرکې د هوا حالات ښه دی او دا به د دې سبب کېږي چې قاچاق کونکې له دې لارې اروپا ته د کډوالو انتقال ته دوام ورکړي.

نوموړي د جرمني خبري اژانس ته ویلي، څه د پاسه اتلس سوه پناه غوښتونکې چې د نړۍ له مختلفو برخو د شخړو او تاوتریخوالي له امله يې د اروپا مخه کړې وه، پرلاره مړه شوي دي.

په همدې حال کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمشنرۍ یا یو این ایچ سي ار ویلي زیات شمېرهغه پناه غوښتونکې چې د سوريې د جګړې، د افریقا د شمال له تاوتریخوالي او د افغانستان له نا امنیو وتلي، ایټاليې او یونان ته رسیدلي دي.

دغه رزا یو زیات شمېرنورچې د اروپايي هېوادونو سواحلوته له خطرناکو لارو رسیدلي غیرقانوني کډوال دي.

د ای او ایم د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړیو ۵ میاشتو کې ایټالیا ته ۵۴ زره او ۷ سوه او یونان ته ۴۶ او ۲ سوه کډوال او پناه غوښتونکې رسیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې سلګونه پناه غوښتونکې چې افغانان هم په کې شامل دي استرالیا او اروپايې هېوادونو ته د رسیدو په هیله په ناوړه شرایطو کې د سمندر د توپاني څپو ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG