د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

افغان حکومت د ګواښونو د مخنیوي لپاره له قومي ملیشو څخه کار اخلي


نړېوالو رسنیو په افغانستان کې د طالب وسله والو پرضد د ملیشه جوړونې او د ګواښ په اړه یې مطالب خپاره کړي دي.

ټایمز ورځپاڼه لیکي کابل چې د طالبانو په وروستیو بریدونو کې یې ځینې سیمې له لاسه وتلي؛ د طالب یاغیانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره یې ولسي ملیشو ته مخ اړولی دی.

ورځپاڼه لیکي چې ځینې دغه ملیشې د بشري حقوقو په سرغړونو تورنې دي.

ټایمز لیکي په داسې حال کې چې له افغان ځواکونو سره اوس د لوېدیځو عسکرو او هوايي قواوو ملاتړ نه شته او ترفشار لاندې دي؛ وسله وال طالبان له دیارلسو کلونو راهیسې د لومړي ځل لپاره لوی ښارونه او ښارګوټي تهدیدوي.

ورځپاڼه لیکي چې د کابل حکومت د ګواښونو د مخنیوي لپاره د قومي او سیمې له ملیشو څخه کار اخلي او د نړېوال بحران د مطالعاتو د مرکز د یوه رپوټ په حواله لیکي چې د دغو ملیشو مرګ ژوبله نسبت منظمو عسکرو ته درې تر شپږو زیاته ده.

ورځپاڼه زیاتوي چې په دغو ملیشو کې د محلي پولیسو په نامه دېرش زره ځواکونه هم شامل دی او دا هغه کلیوال دي چې د خپلو سیمو د ساتلو لپاره ورته وسله ورکړل سوې ده.

ټایمز لیکي چې حکومت هغه ملیشې هم بیا فعاله کړي چې د نولس سوه نوي کلونو په کورنې جګړه کې یې برخه درلوده او وروسته یې مشري د بېلابېلو قوماندانانو په غاړه وه او له ۲۰۰۱ کاله وروسته د نړېوالې ټولنې د یوه پروګرام په ترځ کې بې وسلې شوې.

ورځپانه د نړېوال بحران د مطالعاتو د مرکز په حواله لیکي چې د دغو ملیشو لګښت کم دی؛ خو خطرناکې دي.

په داسې حال کې چې ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې روانو جګړو کې د ملیشو د ونډې په هکله یو مطلب خپور کړی؛ د فارن افیرز یا بهرنیو چارو خپرونې د افغانستان د سرحدي ځواکونو د وضعیت په هکله یوه مقاله خپره کړې ده.

خپرونه لیکي چې افغانستان هیڅ کله هم موثر او واقعي سرحدي ځواکونه نه درلودل او د سرحداتو ساتنه تل د قومي زورورو خلکو او قوماندانانو په لاس کې وه. خو اوس دغه هېواد یو لوی سرحدي ځواک لري چې نړېواله ټولنه یې تمویلوي.

خو سره له دې چې دغه ځواکونه نوی یونیفورم او منظم تشکیلاتي چارتونه لري؛ خو د هېواد د پولو د ساتنې لپاره چندان آمادګي او امکانات نه لري.

خپرونه زیاتوي چې نړېوالې ټولنې په تېرو کلونو کې ډېر تمرکز په دې وکړ چې دننه په افغانستان کې یو عصري دولت جوړ کړي او د پولو سیمو ته یې ځکه دومره پام نه و چې د ۲۰۰۱ کال څخه تر۲۰۰۶ کاله پورې دغه سیمې آرامي وي.

فارن افیرز لیکي چې نړېوالې ټولنې د افغانستان د سرحدي سیمو د امنیت په هکله ځکه دومره لویه انديښنه نه درلوده چې فکر یې کاوه ګاونډي هېوادونه به دا کار وکړي.

خپرونه لیکي چې د مثال په توګه ایران د ګاونډیتوب په نامه لسګونه ملیونه ډالر د افغانستان د سرحدي ځواکونو د رغونې لپاره ولګول.

خپرونه وړاندې لیکي چې په ۲۰۰۶ کال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت په خپل یو رپوټ کې لیکلي وو چې افغان سرحدي ځواکونه کافي افراد؛ روزنه، وسایط او وسایطو د سون مواد، ارتباطي تجهیزات، یونیفورم، وسلې او نور زیربنایي امکانات نه لري.

خپرونه لیکي چې په ۲۰۰۹ کال کې چې دافغانستان او پاکستان د پولو څخه غیرقانوني تګ او راتګ زیات شو نړېوالې ټولنې پرېکړه وکړه چې د افغانستان سرحدي او ګمرکي پولیس نوي او شمېر یې دوه برابره زیات کړي.

XS
SM
MD
LG