د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

مشرانو جرګه: د دولت ناسم مدیریت د ځینو ولسوالیو د سقوط لامل شوی


د افغانستان مشرانو جرګه وايي، د دولت ناسم مدیریت د دې لامل ګرځيدلی چې یو شمېر ولسوالۍ د مخالفینو لاس ته ولویږي.

مشرانو جرګه وايي، د داخلي اختلافاتو له امله دولت نه دی توانیدلی چې روښانه امنیتي پالیسي رامنځ ته او امنیت ټینګ کړي.

د دغه جرګې غړیو د یکشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل چې دا مهال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځينې سیمې له شدید امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار چې په دغه ورځ یې د جرګې مشري کوله؛ پر دولت انتقاد وکړ چې د امنیت لپاره روښانه سیاست نه لري:

((په خواشینۍ سره په زیاتو مواردو کې دولت روښانه پالیسي نه لري او له داخلي اختلافاتو سره مخامخ دی. دا موضوع د دې لامل ګرځیدلې چې دولت ونه شي کړای خپل اداري او امنیتي پروګرامونه اداره کړي او مخ ته ولاړ شي.))

سناتورانو دغه راز وویل چې دا مهال د پکتیا د جاني خېلو، د ارزګان ګېزاب او چهارچینو ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي.

د مشرانو جرګې بل غړي باز محمد زرمتي بیا په ټوله افغانستان کې امنیتي وضعیت ناوړه وباله:

((امنیت د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خراب دی. دا ښیي چې حکومت سقوط کوي. زه د تجربې پر اساس وایم چې حکومت له سقوط سره مخامخ دی. حکومت خپل منځ کې اختلاف نه شي حل کولای؛ بل دا چې په تشریفاتي موضوعاتو پسې روان دی.))

د نا امنیو په تر ټولو تازه مورد کې د شنبې په ورځ د بدخشان یمګان ولسوالۍ تر درې ورځنۍ جګړې وروسته د مخالفینو لاس ته سقوط وکړ.

د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان آزادي راډيو ته وویل چې د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره پلان طرح شوی او ډېر ژر به یې ونیسي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د هغو سیمو لپاره یې لازم تدابیر نیولي چې له جدي امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي له آزادي راډيو سره خبرو کې وویل چې ځینې ولسوالۍ په موقت ډول له امنیتي ګواښ سره مخامخ شوي چې امنیتي ځواکونو د بېرته نیولو لپاره یې چټک اقدام کړی دی:

((بعضې ولسوالیو کې چې تهدید ډېر دی؛ هغوی لپاره موږ خپل تدابیر زیات کړي؛ لکه بدخشان، کندز او بغلان کې. یعنې حتی په هغو ولسوالیو کې چې موږ حضور نه لرو یا هلته تهدید زیات شوی؛ موږ قوي ځواب ورکړی. په موقته توګه په ځینو ولسوالیو کې په لوړه کچه تهدیدونه و.))

په دې وروستيو کې د حکومت وسله والو مخالفینو په ځينو ولایتونو کې حملې زیاتې کړي چې تر ډېره بدخشان او شاوخوا ولایتونه یې له جدي ګواښ سره مخامخ کړي دي.

امنیتي چارواکي وايي، په دغو جګړو کې د یو شمېر کورنیو جنګیالیو تر څنګ سلګونه بهرني اتباع هم شامل دي چې هدف یې د افغانستان له لارې ګاونډیو هېوادونو ته د نا امنیو غځول دي.

یو شمېر کارپوهان وايي چې افغان ځواکونه له ښې وړتیا برخمن دي؛ خو زیاتوي چې که دغه ځواکونه سم اداره شي؛ نو کولای شي د وسله والو مخالفینو پر وړاندې برلاسي شي.

XS
SM
MD
LG