د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۳

مجاهد: ښکېلې خواوې دې د سولې رسمي مذاکرات پیل کړي


د سولې عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد.
د سولې عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد.

د سولې عالي شورا وايي، افغان حکومت او طالبان باید هڅه وکړي څو په خپلو کې د سولې رسمي مذاکرات پيل کړي.

په داسې حال کې چې طالب استازو او بېلابېلو حکومتي او غیر حکومتي ډلو په وار - وار په غیر رسمي غونډو او مذاکراتو کې ګډون کړی؛ د سولې عالي شورا وایي چې نور نو باید دواړه لورې د رسمي مذاکراتو پيلېدو ته هڅې وکړي.

د دغي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد د شنبې په ورځ له آزادي راډيو سره په خبرو کې؛ که څه هم د سولې غیر رسمي غونډې بې ګټې و نه بللې؛ خو د رسمي مذاکراتو په بیلېدو یې ټینګار وکړ:

((زموږ موقف له ابتدا نه دا و چې په غیر رسمي مذاکراتو باندې دې وخت نه ضایع کیږي. طرفین دي هڅه وکړي، څو رسمي مذاکرات پیل شي او دواړه اړخونه دي خپل نظر څرګند کړي او داسې د حل لاره را و ایستل شي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ځينو سرچینو او رسنیو په حواله ویل شوي چې دوبۍ به د شنبې په ورځ د طالب استازو او د افغانستان د ولسي جرګې او د مدني ټولنو د غړیو تر منځ د یوې مقدماتي غونډې کوربه وي.

راپورونه وايي چې په دغه غونډه کې به میرویس یاسیني؛ سید اسحق ګیلاني، قطب الدین هلال او قیوم کوچی له طالب استازیو سره خبرې وکړي.

دغه غونډه د قطر د دوهمې ناستې لپاره یوه مقدماتي غونډه بلل شوې چې د پګواش موسسې له لورې جوړیږي.

د قطر لومړۍ غونډه څه باندې میاشت مخکې د دغه هېواد په مرکز دوحه کې جوړه وشې وه.

له دې مخکې تېره اونۍ د ناروې په مرکز اوسلو ښار کې هم د سولې یوه غیر رسمي غونډه جوړه شوې وه چې په کې طالب استازو او د افغانستان د پارلمان او د سولې د عالي شورا ځينو ښځینه غړیو برخه درلوده.

خو د دغو غونډو د جزیاتو په اړه ډیر معلومات نه دي خپاره شوي.

په همدې حال کې د افغانستان د مشرانو جرګې دویمه منشي نجیبه حسیني د سولې په اړه د غیر رسمي غونډو نتیجې ته خوشبیني څرګندوي.

نوموړې له آزادي راډيو سره په خبرو کې وویل؛ د سولې وروستیو مقدماتي ناستو دا وښوده چې د حکومت وسله وال مخالفین هم د سولې مذاکراتو ته حاضر دي او غواړي د ښځو د حقوقو په اړه هم خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د چارو څیړونکی ثمر سیرت وايي چې د حکومت او طالبانو تر منځ غیر رسمي خبرې ښایې نتیجه ونه لري؛ خو کیدای شي د رسمي مذکراتو لپاره یوه پيلامه واوسي:

((زه د دې مثبتو نتایجو ته ډير خوشبینه نه یم. خو یوه خبره ده چې دا شاید د رسمي خبرو لپاره یوه پيلامه وي چې یو رسمي غونډه منځ ته راوړي.))

ښاغلی سیرت وايي، تر هغو چې دواړه لورې د یو بل له خوا مطرح شوي شرایط و نه مني؛ نو ښایي د سولې خبرې یو څه وخت و نیسي.

خو کارپوهان په عین حال کې سپارښتنه کوي چې د سولې ډ ټینګښت لپاره اړینه ده چې دواړه لورې په خپل دریځ کې نرمښت راولي.

XS
SM
MD
LG