د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

د ښځینه ورزشکارنو په وړاندې پرتو خنډونو ته به د حل لارې پیدا شي


د افغانستان د المپیک ملي کمیټه وايي، هڅه کوي چې په المپیک لوبو کې د افغان ښځینه ورزشکارنو په وړاندې پراته خنډونه مشخص او حل لارې ورته پیدا کړي.

د دې کمیټي رییس فهیم هاشمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې (د ښځو او وزرش ملي کنفرانس) په نوم جوړې شوې غونډې ته وویل چې دا کمیټه هڅه کوي چې د افغان ښځینه ورزشکارانو شمېر هم لوړ کړي.

ښځینه ورزشکارانې بیا وایي، د المپیک کمیټې فعالیتونه تر مرکز کابل پورې محدود دي او ولایتونو ته یې څنګه چې لازمه ده توجه نه ده کړې.

نور حال د سیدکمال شاه عارف په راپور کې اورو:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG