د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د پاکستان د پارلمان د نړېوالو اړیکو د کمیټې څرګندونې د مخ ته تګ په لور یو ګام دی او کیدای شي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې ګټور تمام شي.
په داسې حال کې چې اسلام اباد تراوسه په رسمي ډول د ولسمشر غني د لیک ځواب نه دی ورکړی د پاکستان د پارلمان د نړېوالو اړیکو د کمیسیون ریس له خپل حکومته غوښتي چې د افغانستان د سولې خبرو سره د مرستې په هدف د حقاني او طالبانو د ډلې غړي دغه هېواد ته تسلیم کړي.
د افغانستان جمهوري ریاست د دغو څرګندونو په اړه څه نه وايي خو د سولې د شورا د نړېوالو اړیکو سلاکارمحمد اسماعیل قاسم یار وايي چې په دې برخه کې باید د پاکستاني چارواکو غبرګون ته انتظار اوسوو:
((باید انتظار وباسو چې پاکستاني چارواکي په دې برخه کې څه غبرګون ښيي، څه ابعاد او پرمختګونه رامنځته کوي هغه وخت یې بیا موږ اړه خبرې کولای شو.))
ښاغلی قاسمیار وايي چې د پاکستان د پارلمان د نړېوالو اړیکو د ریس څرګندونې د افغانستان د سولې د خبرو د پیاوړتیا په برخه کې ګټورې تمامیدای شي.
د اکسپریس ټریبیون د راپور له مخې ویس احمد خان لغاري د دوشنبې په ورځ ویلي په داسې حال کې چې د طالبانو او حقاني ډلې غړي په پاکستان کې وي اسلام اباد باید د ولسمشر غني په غوښتنه دوی افغانستان ته وسپاري.
ولسمشرمحمد اشرف غني په دې ورستیو کې د یو لیک په استولو سره د پاکستان له ملکي او پوځي مشرانو غوښتي چې د افغان طالبانو له ملاتړ لاس واخلي.
په دغه لیک کې له اسلام اباده غوښتل شوي چې په پېښور او کویټه کې د طالبانو او حقاني ډلې غړي ونیسي او د افغانستان او پاکستان د امنیت د ګډوډولو په تور دی عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
په دې کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو کمیسیون وايي چې د ویس احمد لغاري ورستۍ څرګندونې یو دول فشار دی خو دا ډول څرګندونې به په هیڅ ډول د پاکستان په استخباراتو اغیز ونه لري.د دغه کمیسیون غړی عبدالقادر ځاځی:
((زه فکرکوم چې د پاکستان ملکي حکومت او پارلمان نشي کولای چې په خپلو پوځیانو به ځانګړي ډول استخباراتو فشار راوړي.
د پارلماني او سیاسي اړیکو له مخې دا ښې څرګندونې دي خو فکر نه کوم چې پاکستاني پوځیان دا کار وکړي.))
د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دی چې ولسمشرغني واک ته تر رسیدلو ورسته د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو او د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان د ملاتړ د راجلبولو په هدف ډېرې هڅې کړې دي.
دوی وايي، اوس د پاکستان وار دی چې څومره صادقانه چلند کوي.
دوی دغه شان وايي، لکه څنګه چې دغه هېواد په وزیرستان کې د خپلو جګړه مارو په وړاندې جدي غبرګون وښود دغه شان کولای شي د هغو مخالفینو به وړاندې هم ورته تند غبرګون وښيي کوم چې د دوی له خاورې په افغانستان کې بریدونه طرحه کوي.