د پین یا اړوخلکو او د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت د هېواد په شمال کې د دغه موسسې د نهو تنو کارکوونکو وژل په کلکه غندلي دي.
د پین موسسې نهه تنه کارکوونکی چې د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت د ملي بیوستون په پروګرامونو کې یې کار کوو تېره شپه د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د پین یا اړو خلکو موسسې د نهو کار کونکو د وژلوپه غندلو سره له وسله والو مخالفینو غوښتي چې ملکي خلک هدف ونه ګرځوي.
د کلیود پراختیا او بیارغونې وزیرنصرالدین دراني د پین موسسې د نهوتنو غړو وژل چې په بلخ ولایت کې یې د ملي پیوستون د پروګرامونو د عملي کولو په برخه کې کارکوو د هېواد د دښمنانو کار ګني.
ښاغلي دراني د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د دغه وزارت او موسساتو کارکوونکي پوځیان نه ول او د دولت وسله وال مخالفین باید په دا شان بریدونو سره خلکو ته د دوی د خدمتونو د وړاندې کولو مخه ونه نیسي:
((په خواشینی سره چې تېره شپه دوه نیمې بجې د وطن دښمنانو زموږ پرهمکارانو برید کړی او نهه تنه یې وژلي دي.
موږ مړو ته د بخښنې دعا کوو او باتې کسانو ته جمیل صبر غواړو، دا عمل په کلکه غندو او د دولت له وسله والو مخالفینو غواړو چې زموږهمکارانو ته اجازه ورکړي چې د هېواد په رغولو او پرمختګ کې برخه واخلي.))
د پیپل اینډ نیډ یا اړو خلکو د چېکې موسسې نهه تنه کار کوونکي چې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت سره یې کارکولو تېره شپه د بلخ ولایت د زارع په ناامنه ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانوله خوا ورنه سرونه پرې شوي دي.
د بلخ ولایت سیمه يیزچارواکي وايي چې دغه کسانو یادې ولسوالۍ ته ترتګ مخکې دوی ته نه دي ویلي.
ولسمشرغني په یوې خبرپاڼه کې د دغه کسانو وژل چې یوه میرمنه هم په کې ده په کلکه غندلي او دا یې د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو کار ګنلی دی.
ښاغلي غني د کورنیوچارو وزارت ته هدایت ورکړی چې د دغه برید د څرنګوالي او عاملینو ته یې د جزا په ورکولو کې جدي اقدام وکړي.
په عین حال کې د پین موسسې اجرایيوي ریس شیمون پانیک ازادي راډیو سره به خبروکې دغه پېښه له خپګانه ډکه وبلله او ویې ویل چې د همکارانو د امنیت د خپلو خوندیتوب لپاره به لازم اقدانات تر سره کړي.
((موږد خپلو پاتې همکارانو د امنیت د یقیني کولو لپاره اقدامات په پام کې لرو.
موږپه افغانستان کې له ۲۳۰ څخه زیات کارکوونکي لرو، پرته له شکه چې په سیمه کې د دغې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
موږ به ترخپل توانه پورې د دوی د کورنیوخیال ساتو او ټول وژل شوي کسان افغانان دي.))
د دغه کسانو د وژلو مسوولیت تراوسه چا په ځان نه دی منلی.
دا لومړی ځل نه دی چې د یوې موسسې ملکي کارکوونکي په دغه هېواد کې هدف ګرځول کېږي، په تېره کې هم وسله والومخالفینو په ورته پېښو کې د ملکي دولتي ادارو او یو شمېر مرستندویه موسسو په کارکوونکو بریدونه کړي دي.
افغان امنیتي ارګانونو په وار- وار سره ویلي چې د دولتي ادارو او موسسو کارکوونکي باید لرې پرتو سیمو او ناامنو ځایونو ته ترتللو مخکې دوی په جریان کې پرېږدي.
خو اندیښنې دا دي چې د ورته پېښو تکرارپه دغه هېواد کې د مرستندویه موسسو په فعالیتونو خپل اغیز درلودلی شي.