د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

هند: ښايي د اسلامي دولت ډله د پاکستان اټومي وسلو ته لاس رسی پیدا کړي


په سنګاپور کې د یوې امنیتي غونډي په څنډو کې هندي چارواکو د پاکستان اټومي وسلې ته د تندلارو ډلو د لاسرسي اندیښنې ته اشاره کړې ده.

په دفاعي چارو کې د هند د دولت وزیر راویندرجیت سنګ د شنبه په ورځ د شنګریلا سیمه ییز امنیتي کنفرانس په څنډو کې ویلي چې د آسیا په لویدیځ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په زیاتېدو سره هرڅوک تر یوه بریده دا ویره لري چې دغه ډله به د پاکستان په څېر هیوادونو اټومي وسلې ته د لاسرسي امکان پیدا کړي.

د بلومبرګ امریکایي نشریې په حواله؛ تروریزم له ۲۰۰۱ کال راهیسې په پاکستان کې له ۵۰ زره زیات کسان وژلي دي او په دې سره په دغه هېواد کې د حساسو وسلو د امنیت په اړه هم اندېښنې ډېریږي.

د نړۍ په سطحه د پاکستان اټومي پروګرام تر ټولو چټک پرمختګ کړی دی. د راپورونو له مخې پاکستان له ۱۰۰ تر ۱۲۰ اټومي سرګلولې لري.

په دفاعي چارو کې د هند د دولت وزیر وايي؛ که چېرې پاکستان خپلې ټکنالوژۍ ته دومره وده ورکوي چې کولی شي؛ په خپلو اوبتلو کې اټومي سرګلولې انتقال کړي؛ نو دا کار به یوازې د دوی د دفاعي چارو د تجهیز په برخه کې یو پرمختګ وي.

هند هم د خپلې اټومي وسلې د امنیت په برخه کې تر انتقادونو لاندې دی.

اټومي وسلې ته د اسلامي دولت ډلې د لاسرسي په اړه اندېښنې داسې مهال راپورته کیږي چې د روانې میلادي میاشتې په سرکې یو شمېر رسنیو د داعش ډلې له قوله راپورونه ورکړي وو چې وايي؛ تر راتلونکي یوه کال پورې به له پاکستان څخه اټومي وسلې وپیري.

داعش ډلې ادعا کړې وه چې میلیاردونه ډالره سرمایه لري او کولی شي؛ د وسلو د هغو مافیا له لارې چې له پاکستاني چارواکو سره اړیکي لري؛ اټومي وسله وپیري.

دغه ادعا د اسلامي دولت ډلې په رسمي نشریه کې چې ((دابیق)) نومیږي په یوه مقاله کې شوې وه.

په دې مقالې کې د داعش ډلې خپل دغه اقدام ته د فرضي عملیاتو نوم ورکړی دی.

انډیپېنډنټ انګلیسي مجلې هم په خپله یوه مقاله کې لیکلي چې د بوکو حرام په څېر افراطي ډلې چې په دې وروستیو کې یې له اسلامي دولت ډلې سره بیعت کړی دی؛ په منځنۍ آسیا، افریقا او آسیا کې یو موټی شوي او هڅه کوي یو نړېوال حرکت جوړ کړي.

په ټوله کې که څه هم د مجلې په خبره د داعش یا اسلامي دولت ډلې له خوا د اټومي وسلې د اخستلو خبره له امکانه لېرې ښکاري؛ خو کېدای شي، د نړېوالې ټولنې لپاره د ګواښ یوه نښه وي.

XS
SM
MD
LG