د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

څوک د افغان ماشومانو د حقونو څوارلس کلن پوروړي دي؟


د جوزا د میاشتې یولسمه نېټه په افغاني جنتریو کې د ماشومانو د ورځې په نوم نومول شوې ده.

هغه ماشومان چې د خپلو حقونو په اړه په څه نه پوهېږي او نور چې پوهېږي هم تر دېره یې سترګې پرې پټې کړي دي.

دوه همزولي ماشومان چې نه یې لوبې وکړې او نه زده کړه، خو چې زه او ته یې د بدو سترګو له نظره بچ ساتلي یو؛ راته سپیلني لوګي کوي.

دا دوه ګل مخي ماشومان د پاخه سړک تر غاړې سور لمر ته ولاړ دي له چهاراسیاب څخه راغلي یو یې وايي:

((والله که مې تر اوسه د غرمې ډوډۍ خوړلې وي؛ دغورمره وچه دودۍ مې له چایوو سره خوړلې، هغه مې هم سهار ورته سپند وکړو اوس یې راکړه.))

څوک به له دغه ماشوم سره د خپل دسترخوان ډودۍ نیمه کړي؟

د بل ماشوم تر ټولو لوی ارمان دی چې ښوونځی ولولي:

((مکتب ته مې څنګه زړه نه کېږي چې پیسې وي زړه مې کېږي؛ څه وکړم مجبوري راباندې راغله؛ پلار مې مړ دی کنه.))

څوک شته چې دا کوچنی تر لاس ونیسي او د ښوونځی په چوکۍ یې کښینوي؟

دا د زرګونو هغو افغان ماشومانو د ژوند رېښتینې کیسه ده چې چارواکي ورته پړ دي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار وايي چې دوی د افغان ماشومانو د حقونو څوارلس کلن پوروړي دي:

((مونږ د ماشومانو د حقونو څوارلس کلن قرضداره یو، په ځانګړي ډول د کارګرو ماشومانو په برخه کې؛ سوالګر ماشومان، هغه ماشومان چې په ورکشاپونو کې کار کوي، او د خپل فیزیکي او ذهني طاقت نه به دېره کچه هغوی استعمالېږي.))

خو د ښاغلي بیدار په وینا، د دغه پور د خلاصون په هدف له افغان دولت سره په یو جامع قانون کار کوي.

ماشوم د بشپړې فزیکي او ذهني ودې د نه موجودیت له امله تر زېږون د مخه او راوروسته حقوقي ملاتړ ته اړ دی.

د ماشومانو د حقونو د نړېوال کنوانسیون د شپږمې مادې د دوهم بند سره سم د کنوانسیون غړي هېوادونه باید د ماشوم د بقا او پرمختګ لپاره د حد اکثر امکاناتو برابرول تضمین کړي.

افغانستان په ۱۳۷۳ لمریز کال کې د دغه کنوانسیون غړیتوب منلی او ځان ورته ژمن ګڼي.

خو د ښاغلي بیدار په وینا چې له څو کلونو راهیسې د افغان ماشومان د وضیعت په اړه کوم راپور له دغه کنوانسیون سره نه دی شریک شوی:

((فعلاً لپاره نړېوال کنوانسیوان چې د ماشومانو په اړه افغانستان امضاء کړی دی؛ د هغې دوره يي راپورنه د افغانستان دولت دېر کلونه نړېوالې ټولنې ته نه وو ارایه کړي؛ په تېرو وختونو کې په دې اړه یو راپور چې دا کنوانسیون په افغانستان کې څه ډول عملي کېږي؛ نړېوالې کمیتې او هغې کمیتې ته چې په دې برخه کې دنده لري؛ وړاندې شو، د دولت مکلفیت په دې برخه کې زیات دی چې د دې کنوانسیون د عملي کولو په برخه کې به د نړېوالې ټولنې مرسته وغواړي.))

د چاروکارپوهان د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د ماشومانو حقونه د اندېښنې وړ ګني.

د افغان سید جمال الدین د لوړو زده کړو د موسسې د حقوقو د پوهنځي استاد میراقا قضاوي په افغانستان کې د ماشومانو وضیعت دا شان ارزوي:

((سمه ښوونه او روزنه چې د دولت دنده ده نه ده برابره شوې؛ نفقه ورته نه برابرېږي، په زور کار کولو ته اړ کېږي؛ نا سمه استفاده ورنه کېږي، نو د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د ماشومانو حقونو تر پښو لاندې شوي او په ښه وضیعت کې نه دي.))

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ملاتړ اداره یونسف هم وايي چې ډیری افغان ماشومان د زده کړو امکانات نه لري؛ روغتیايي خدمتونه ورته نه دي برابر؛ د څښلو لپاره یې پاکې اوبه نشته او له جګړو هم خوندي نه دي پاتې.

د دغې ادارې ویاند عزیز فروتن همدې ستونزو ته په پام ازادي راډیو ته وویل:

((که چېرې دغو مسایلو ته وګورو نو دې ته به مو پام شي چې لا هم په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې ډېرې ستونزې موجودې دي؛ لا هم اوږده لاره په مخ کې لرو د ماشومانو د استوګنې لپاره یو مناسب هیواد ولرو او په کار ده چې ډېر کار وشي.))

کارپوهان د ماشومان د حقونو په برخه کې په امن ماحول هم تینګار کوي او وايي چې، د افغان ماشومانو د حقونو پاڼې لکه د دوی د کتابونو د ورقو په شان د جګړو په اور کې سوی دي.

دوی وايي، که سوله وی، نو د چهار اسیا د ماشومانو په شان د نورو سیمو د ماشومانو دارمانونو ځولۍ به د کابل د بازارونو ژرندې نه وړه کوي.

خو د ماشومانو د نورو روا حقونو تر څنګ به یو پلار، یوه مور، یو ښوونکی، یو ټرافیک او یو خبریال د دې جوګه وي چې ماشومانو ته ووايي؛ ورځ مو مبارک شه !

XS
SM
MD
LG