په سمنګان ولایت کې دملي پولیسو پر پوسته دوسله والو طالبانو په حمله کې ۸ طالبان او پنځه پولیس وژل شوي دي.
د سمنګان سرپرست والي خیرالله انوش ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېره شپه د دې ولایت په درې صوف پاین ولسوالۍ کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د دغه حملې پرمهال ۹ وسله وال طالبان او یو پولیس ټپي شوي هم دي.
وسله والو طالبانو ازادي راډیو ته په استول شوي ټلیفوني پیغام کې ویلي چې په دغه حمله کې یې ۶ پولیس وژلي دي.