د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۱

په ننګرهار کې ځينې سوداګر حکومت ته مالیه نه ورکوي


د جلال اباد ښار واړه کاروباريان وايي؛ په دې ولایت کې قانون یوازې په مظلوم او بې وسله خلکو تطبیق کیږي؛ خو زورواکان او مافیايي کړۍ ترې معافې دي.

دوی وايي، په دې ښار کې داسې زورواکان شته چې هغوی د څه باندې لسو کلونو راپه دېخوا مالیه او د ښاروالۍ ټکس حکومت ته نه دی تحویل کړی.

دوی د بیلګې په ډول د جلال اباد میوې او سبزيو منډوي یادونه وکړه چې د دې ځای مسوولینو تر اوسه ښاروالۍ ته د پاکۍ ټکس نه دی ورکړی.

دغه منډوی د ښاروالۍ له خوا د ګل مراد او سفير په نومونو سوداګرو سره په ټيکه ده.

دوی په همدې خاطر پر ښاروالۍ نیوکه کوي چې دوی قانون یوازې پر غریبکارو سوداګرو تطبیقوي، خو د زور او زر خاوندان ترې معاف دي:

"۱- په ننګرهار کې داسې زورواکي دي چې لس، اته کاله کیږي حکومت ته يې د ښاروالۍ ټکس نه دی سپارلی؛ خو بې وسه سوداګر چې میاشت نه وي پوره شوي ښاروالۍ ته ټکس ورکوي.

۲- دلته دا مسایل اويا، اتيا فيصده دي خو زموږ مدیران نه توانیږي چې ټکس ترې واخلي؛ د دې لامل دا دی چې دا خلکو زورواکان دي."

د ننګرهار ښاروالۍ سرپرست انجنير حکیم وايي؛ ښاروالۍ د تازه میوو او سبزو پر مارکیټ د پاکۍ د ټکس حق لري؛ خو له دې موضوع څخه ناخبره دی چې ګوندې شاوخوا لس کاله د میوې منډوی ښاروالۍ ته ټکس نه دی ورکړی.

دی په دې برخه کې د ښاروالۍ د پینځمې ناحیه مسوولین ګرم بولي:

"دا اطلاع ماته نه ده راغلې، که واقعاً داسې وي دوی باید ټکس ورکړي؛ ځکه دا فرار د عوایدو دی، موږ دوی ته خدمات وړاندې کوو؛ دوی باید ټکس ورکړي، ولې ماته له ناحیه نه داسې اطلاع نه ده راغلې."

خو د ښاروالۍ د پنځمې ناحیې د عوایدو مسوول بیا وايي چې دوی څو ځلې د ټکس د اندازې د معلومولو لپاره یاد مارکیټ تللي؛ خو هلته کار ته نه دي پرېښودل شوي.

نوموړی وايي، د دې ټولو جریاناتو څخه ښاروالۍ خبره ده:

"زموږ دا کوم جریان چې دی ناحیه مدیر سره شریک کړی او هغوی بيا ښاروالۍ سره شریک کړی دی؛ موږ څو وارې فني هيتان لیږلي دي، خو هلته يې اجازه نه وه ورکړې."

دا یوازې ښاروالي نه ده چې د تازه میوو اوسبزیو پرمارکیټ یې له څه باندې لسوکالو راهیسې د پاکۍ ټکس پاتې دی؛ د همدې مارکیټ مسوولینو له کلونو راهیسې مستوفیت ته مالیه هم نه ده ورکړ.

د ننګرهار مستوفیت د عوایدو مسول جهانزیب خان دا ومنله چې دغې منډوي تر اوسه دوی ته ماليه نه ده ورکړې.

دی وايي، دوی خپلې ټولې هڅې کړي او اوس ورته ډاډ ورکړی چې په نیږدې وخت کې به خپله مالیه تحویل کړي:

"دوی وايي، زموږ دولتي ملکيت دی او موږ باندې مالیه نه کیږي؛ بلاخره دوی ومنله قناعت يې وکړ چې قانون یو څه وايي او موږ بل څه وایوو."

بل خوا د ولایتي شورا ځينې غړي د یادو ستونزو د تایید ترڅنګ وايي؛ له ښاروالۍ سره د میوې منډوي قرارداد هم له فساده ډک دی.

د دې شورا غړي اجمل عمر وویل؛ ښاروالۍ دغه قرارداد د سفير او ګل مراد په نومونو سوداګرو ته د شاوخوا شپږسوه زره افغانيو د کال په بدل شوی؛ په داسې حال کې چې ځينې خلک دې ته تيار دي چې یاد قرارداد پر شل میلیونه افغانیو واخلي.

د ننګرهارسرپرست ښاروال هم دا ستونزه مني خو وايي؛ دا قرارداد د پخواني ښاروال له خوا شوی.

د ده په خبره، دی د دې قرارداد صلاحیت نه لري خو که چيرې مرکزي حکومت پخواني قراردادونه د ځانګړي حکم له مخې لغو کړي؛ دوی به له سره د ازاد رقابت له لارې په جیګه بیه ګټونکي ته په واک کې ورکړي:

"ماته هم ځينې کسان راغلي او ویل يې چې دوی شل پینځه ویشت فیصده په لوړیه بیه نیسي؛ خو موږ سره د دې قرارداد د ماتولو صلاحیت نشته."
د ولایتي شورا منشي بیا پر ولسمشر نیوکه کوي او وايي؛ کله چې ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته راغلی و؛ دوی ورته په دې اړه شواهد سپارلي وو؛ خو تر اوسه يې هيڅ اقدام نه دی کړی:

"کله چې ولسمشر ننګرهارته راغلی و؛ موږ د ننګرهار ولایتي شورا د دې ځای او قرارداد په اړه اسناد ورسره شریک کړل؛ راسره يې ژمنه وکړه، خو ځينې ادارې داسې دي چې د شخص تر شا ولاړې دي او لاره ورته برابروي."

ومو غوښتل چې په دې اړه د ميوې او سبزویو مارکیټ یوه تن مسوول ګل مراد نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغه په رسمي ډول له مرکې کولو ډډه وکړه او غوښتنه يې دا وه چې دوی به په نیږدې وخت کې ماليه او ټکس حکومت ته وسپاري؛ خو ریپوټ دې نه خپریږي.

راپور:ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG