د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

د کابل ـ جلال اباد لويې لارې دوه ورځني عمليات پای ته ورسیدل


افغان امنيتي ځواکونه وايي، په دې وروستیو کې د کابل ـ جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې وخت ناوخته امنيتي ستونزې راولاړې شوې چې د دې لارې د ښه امنيت په هدف يې دوه ورځيني چاڼيز او جنګي عمليات ترسره کړل.

په ننګرهارکې د ملي اردو د څلورمې لوا قومندان محمد نسیم سنګين د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل، چې په دې عملياتو کې درې تنو امنيتي ځواکونو او دولس تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

((پنځه تنه له دښمن څخه وژل شوي چې په دې کې یو تن د دوی قومندان د عبدلاحد په نوم هغه هم وژل شوی او اووه تنه نور زخمي شوي دي، عامو خلکو ته ضرر نه دی رسیدلی خو متاسفانه چې په دې نښته کې موږ دوه تنه زخمي لرو یو وژل شوی.))

نوموړی وايي، په دې موده کې دوی د تورغر او سره رود ولسوالۍ یو شمېر سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړې:

((هغه ساحه چې پاکې شوي عبارت دي له ککړک، برینه، برکاکاخیل، ګزک، کلانه، منصور کلی، غونډۍ کلی د تورغرکلی، د تورغر اطراف د جنوب له خوا نه یانې د ننګرهار لخوا نه تصفیه او تلاشی شو.))

د امنيتي ځواکونو په خبره د دې لارې د امنيت ډ ټینګښت په هدف دوی په پام کې لري چې د کابل ـ جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې امنيتي پوستې فعاله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره یو شمېر وسله وال به وخت ناوخته لویو لارو ته راوتلل او مسافر به يې له موټرو ښکته کول،دارنګه دوی به په دې لاره تیریدونکي دولتي موتر هم د وسله وال برید لاندې راوستل.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG