د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۶

د لوګر نوی والي وايي دې ولایت ته به په اخلاص کار کوي


د لوګر ولايت لپاره محمد حليم فدايي د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول د محلي ارګانونو د معين او د دې ولايت د پارلماني او ولايتي شورا وکيلانو او قومي مخورو له لوري د ياد ولايت خلکو ته د نوي والي په توګه وروپېژندل شو.

د والي د معرفي لپاره جوړه شوې غونډه کې قومي مخورو او وکيلانو غوښتنه وکړه چې والي يې بايد په خپلو چارو کې د سولې راتګ او امنيتي وضعيت ډاډمنېدو ته لومړيتوب ورکړي.

د خلکو په غوښتنه، د دې ولايت خلک د بيارغونې د پروژو ترڅنګ ډېرو کارونو ته اړتيا لري او له نوي والي څخه يې همدا تمه ده چې د فساد د مخنيوي په اړه هم جدي ګامونه واخلي.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي محمد اکبر ستانکزي وويل:

((لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده؛ په لوګر ولايت کې ډېر مشکلات وو؛ ښه مديريت نه و، فعلاً نوی والي صاحب حليم فدايي راغی او په راتګ به يې انشاءالله امنيت راشي او زموږ د خلکو غوښتنه هم همدا وه چې د امنيت برخې ته توجه وکړي او د امنيتي ادارو ترمنځ همغږي زياته کړي او هغه مشکل چې د پخواني والي په وخت کې پيدا شوی او ځينې نومرې چې د فساد په اساس توزيع شوې؛ همدې صفايي ته لومړيتوب ورکړي او د فساد مخه ونيسي.))

نوموړي دا هم وويل، په دې ولايت کې د دې ترڅنګ چې د امنيتي وضعيت ښه والي او فساد ورکېدو ته جدي پاملرنه په کار ده؛ دا هم اړينه ده چې د خلکو ستونزو ته په کتو اقتصادي او د بيا رغونې پروژې ترسره شي.

د والي لپاره د معرفي په جوړه شوې غونډه کې؛ په خپله حليم فدايي وويل، دی له دې ولسونو او خلکو سره ژمنه نه کوي، چې کومو کارونو ته به لومړيتوب ورکړي؛ خو د دې ولايت لپاره به په اخلاص کارونه ترسره کړي:

((زه دا نه وايم او نه ژمنه کوم چې کوم کارونه به درته ترسره کړم؛ خو لومړيتوبونه د کار پرمهال لرم او د دې ولايت لپاره به په اخلاص کار کوم او د کار په اراده راغلی يم او انشاءالله ټول هغه کارونه چې لوګر ورته اړتيا لري يو په يو سرته رسوم.))

نوموړي زياته کړه، ښايي په دې ولايت کې ستونزې زياتې وي او يو په بل پسې به دې ستونزو ته د مرکزي حکومت په لارښونه او جدي همکاري حل لار پيدا کوي.

د لوګر نوي والي د معرفۍ په اړه د محلي ارګانونو معين فريد الله ماموندزي وويل چې لوګر د کابل دروازه ګڼل کيږي او د نوموړي په انتخاب کې يې له دقت څخه کار اخيستی دی:

((د والي صاحبانو په انتخاب کې ډېر دقت شوی دی چې واليان داسې ځايونو ته وټاکو؛ د هغوی ظرفيت په پام کې نيول شوی دی چې په ولايتونو کې د امنيتي ستونزو حل لار پيدا کړي.

حليم فدايي لوګر ته په همدې اساس انتخاب شوی دی چې نوموړي په ميدان وردګ کې ښه نتيجه ورکړې؛ لوګر هم ورته يو ولايت او د کابل دروازه ګڼل کيږي او د فدايي د کار په اساس به يې په امنيت کې هم ښه والی راشي.))

نوموړي دا هم وويل چې اتو ولايتونو ته يې واليانو وروسته له ډېر غور او دقت څخه ګمارلي او يو په بل پسې به يې معرفي کړي.

حليم فدايي په داسې حال کې د لوګر د والي په حيث معرفي کيږي چې په لوګر کې د خلکو او يو شمېر وکيلانو په خبره امنيتي ستونزې او ننګونې تر حد زياتې دي.

راپور : داود تپان- لوګر

XS
SM
MD
LG