د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو د لوړېدو لامل؟


که څه هم د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیې ټیټېدو خلک اندیښمن کړي؛ خو د افغانستان بانک دا یوه موقتي ستونزه بولي او وایي؛ دا ستونزه به هواره شي.

په دې وروستیو دوو اونیو کې د افغانستان په بازارونو کې د ډالر په مقابل کې د افغانیو بیه په بیساري توګه راولوېده او د افغانستان بانک مسوولین یې علت په نړېوالو بازارونو کې د ډالر لوړېدل او د هېواد دننه ناامني بولي.

د افغانستان بانک سرپرست خان افضل هډه وال د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی د پيسو په بازار بشپړ کنټرول لري:

((خلک دې تشویش نه کوي، کافي منابع لرو، روان حالت په بیو تاثیر اچولی؛ هر وخت چې وغواړو بیې راښکته کړو؛ په بازار کې مداخله کوو، خپله د ډالر بیه په نړېوال بازار کې لوړه شوې ده؛ په افغانیو یې تاثیر موقت و، تاسې ولیده چې څو ورځې وړاندې د یوه ډالر بیه ۶۱ اعشاریه درېشو ته لوړه شوې وه؛ خو د دوشنبې په ورځ دغه بیه ۵۹ اعشاریه درېش ته راښکته شوې ده.))

د کابل د صرافانو ټولنه وايي چې نږدې یوه میاشت وړاندې یو ډالر ۵۷ او ۵۸ افغانیو پلورل کېده؛ خو د یکشنبې په ورځ دغه بیه ۶۱ اعشاریه درېشو ته لوړه شوه.

د افغانستان بانک وايي چې د دوشنبې په ورځ د کابل په بازارونو کې یو ډالر بیه ۵۹،۳۰ افغانیو ته راښکته شوې ده.

د یاد بانک چارواکي زیاتوي؛ د افغانیو رالوېدل بل علت په افغانستان کې د حج مراسمو لپاره له بازار څخه د ۱۷۵ میلیونه ډالر راټول هم دی.

د دې بانک چارواکي وايي چې په ټولیز ډول په تېر یو کال کې د ډالرو بیه د افغانۍ په وړاندې څلور اعشاریه اته اویا فیصده لوړه شوې ده چې دا دسیمې په کچه تر ټولو ټیټه بیه ده.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان دا د اندېښنې وړ خبره بولي او د افغانستان بانک چارواکو ته سپارښتنه کوي چې باید په بازار کې مداخله وکړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد حسیب الله موحد ازادي راډيو ته وویل؛ که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو امکان لري، ناوړه اقتصادي عواقب ولري:

((دا یوه لویه ستونزه ده، د دې باعث کیږي چې د افغانۍ ارزښت راښکته شي؛ په لومړي سر کې دولتي مامورین ورنه متاثیره کیږي؛ د دوی حقیقي عاید کمیږي؛ د رانیولو توان له لاسه ورکوي؛ دا کار جدي اقتصادي ستونزې رامنځ ته کوي؛ کله چې په بازار کې تقضا کمه شي؛ ورسر په بازار کې جنس کمیږي چې دا هم په مولد او هم مستهلک نالړو ناوړه تاثیر اچوي.))

په ورته وخت کې د افغانستان بانک وايي چې دوی کافي مالي زیرمې لري او ډاډ ورکوي چې د اړتیا په صورت کې به مداخله وکړي.

دوی له ملي سوداګرو هم غواړي چې د وارد شویو مالونو په بیو کې دې ژر لوړ والی نه راولي؛ ځکه دا کار خلک اندښمنه وي .

کارپوهان وایي، د افغانستان بانک باید په دوامداره توګه په مارکیټ کې د افغانیو او بهرنیو اسعارو انډول وساتي؛ څو سوداګراو مستهلیکین زیانمن نه شي.

دوی له افغانستان بانکه غواړي چې بازارته د ډالرو عرضه زیاته کړي؛ ترڅو افغانۍ په بازارونو کې خپل ارزښت وساتي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG