سره له دې چې ملګرو ملتونو او نورو مرسته کونکو ادارو په یمن کې د اوربند د تمدید غوښتنه کړې، خو راپورونه وايي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف، په دغه هیواد کې د حوثي یاغیانو او د هغوی د پلویانو پر مورچلو بیرته هوايي بریدونه پیل کړي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف تیره شپه د یمن په پایتخت صنعا کې د دې هېواد پخواني ولسمشرعلي عبدالله صالح ته پر وفادارو ځواکونو هوايي بریدونه کړي.
دا هوايي بریدونه د پنځه ورځني اوربند له ختمیدو وروسته چې د یکشنبې په ورځ پای ته ورسیده یوځل بیا پیل شوي دي.
سعودي عربستان د خپلو سني متحدینو سره له اوو اونیو راهیسې په یمن کې د حوثي وسلوالو چې ایران یې ملاتړکوي او د پخواني ولسمشرعلي عبدالله صالح په ځواکونو هوايي بمبارۍ پیل کړي دي.
دا عملیات د هغه کمپاین یوه برخه ده چې غواړي د عبدربه منصورهادي حکومت بیرته واک ته ورسیږي. نوموړې دا مهال د حوثي وسلوالو له خوا له هېواده وتلو ته اړ شوی او په سعودي عربستان کې میشت دی.
یمن کې پنځه ورځنی اوربند د یکشنبې په ورځ له دې سره سره پای ته ورسیده چې ملګروملتونو او نورو مرسته کوونکو هېوادونو یې د تمدید غوښتنه کوله. څو په یمن کې په جګړې کې ښکیلو ملکي خلکو ته زیاتې مرستې ورسولی شي.
یمن چې پنځه ویشت میلیونه نفوس لري د منځني ختیځ یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیرجواد ظریف هم د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډې کې د دې اوربند د تمامیدو په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړه:
((موږله ملګرو ملتونو څخه غواړو چې له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.
له ټولې نړېوالې ټولنې غواړو خو د اوربند په تمدید کې د ملګرو ملتونو رول ته په پام له دې سازمانه په ځانګړي توګه غواړو چې اوربند وغځوي او دا چې ویل کیږي دا اوربند به تمدید نه شي، دا زموږ د ډیرې اندېښنې سبب دی.))
د ایران د بهرنیو چارو وزیرهمدارنګه وویل، د یمن د کړکیچ د هواري لپاره د پراخو نړیوالو هڅو اړتیا ده او ددې هیواد شخړه یوازې له سیاسي لارې هواریدلی شي.
په عین حال کې حوثي ملیشو ویلي، پرون ناوخته یې د سعودي عربستان پر ناجران ولایت څو راکټونه توغولي دي او په سرحدي سیمه کې له سعودي ځواکونو سره نښتې کړي.
ویل کیږي چې حوثي ملیشو د سعودي عربستان او یمن په سرحدي سیمو کې پر ځینو ګڼ میشتو سیمو توغندي ویشتلي دي.