د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۶

د اسلامي دولت ډلې جنګیالي په قاچاقي ډول اروپا ته ځي


یوه لیبیايي مقام خبرداری ورکړی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنګیالي د مدیترانې سمندرګي له لارې په قاچاقي ډول اروپا ته ځي.

یو لیبیایی مقام وايي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنګیالي په هغو کشتیو کې چې غیرقانوني کډوال اروپا ته رسوي؛ په قاچاقي ډول د اروپا هېوادونو ته ځي.

د لیبیا د حکومت یوه سلاکار عبدالباسط هارون رسنیو ته ویلي؛ د قاچاقبرانو ډلې د داعش وسله وال د هغو کډوالو په ډله کې پټوي چې د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته ځي.

دغه لیبایی مقام وايي، دا معلومات یې له هغو قاچاقبرانو څخه ترلاسه کړي دي چې د افریقا په شمال کې د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې فعالیت کوي. هارون وايي، د اروپايي ټولنې پولیس له دې نه دي خبر چې څوک د داعش غړي دي او څوک اصلي مهاجر.

له دې مخکې ایټالوي او مصري چارواکو هم خبرداری ورکړی و چې د اسلامي دولت ډلې جنګیالي کولای شي؛ د مهاجرو په کشتیو کې ځان اروپا ته ورسوي.

دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې سږکال د منځني ختیځ او د افریقا د شمال له هېوادونو څخه د کډوالو یوه لویه څپه اروپا ته رسېدلې.

د مدیترانې سمندرګي لاره له خطرونو ډکه ده او سږکال له ۱۷۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند په کې له لاسه ورکړ.

په تېره اپرېل میاشت کې د شاوخوا اوو سوو کډوالو مړینه د دې باعث شوه چې اروپايي ټولنه په دې سیمه کې د څارنې ماموریت په بشري دلایلو پیاوړی کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فډریکا موګیریني تېره اونۍ د مدیترانې سمندرګي له لارې د کډوالو د مهاجرت د مخنیوي لپاره د ملګروملتونو له امنیت شورا د مرستې غوښتنه وکړه.

مېرمن موګیریني وویل، اروپايي ټولنه د انسانانو د ژوند د ژغورنې لپاره د امنیت شورا پر مرسته حساب کوي.

خو د دې خبر له خپرېدو سره چې وايي؛ د داعش جنګیالي اروپا ته د تلونکو کډوالو په ډله کې شامل دي؛ تمه ده چې د اروپايي ټولنې د څارنې د ماموریت بڼه بدله او په امنیتي دلایلو لانوره پیاوړې شي.

XS
SM
MD
LG