د کابل د نننۍ انتحاري حملې هدف ظاهراً د اروپایي ټولنې پولیس وو؛ خو امنیتي مسوولین وایي چې ډېره مرګ ژوبله یې ملکیانو ته اړولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې دا انتحاري حمله د یوه کرولا موټر په وسیله چې چاودیدونکي مواد په کې بار وو؛ شوې ده.
صدیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې وژل شوي دواړه میرمنې دي او په ټپيانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي:
"په خواشینۍ سره دوه ملکي میرمنې شهیدانې شوې؛ د بهرنیانو په موټرو کې درې تنه ټپیان دي؛ له دې سربیره د ۸ مېرمنو، ۷ نارینه وو او درېیو ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه چې ټول ملکي افغانان دي؛ ټپیان شول او د پولیسو په وسیله ټول ټپیان روغتونو ته د درملنې لپاره انتقال شول."
په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د پولیسو د ماموریت یوه ویاند آزادي راډيو ته ویلي چې د دغې حملې پر مهال د دوی دوه موټرونه هلته وو چې په دې پېښه یو پولیس افسر وژل شوی دی.
له پېښې څخه رارسیدلي عکسونه ښيي چې انتحاري حمله د یوه سوررنګه کرولا موټر په وسیله شوې او ژوره کنده یې کیندلې ده.
دغه انتحاري حمله په یوې ګڼ میشته سیمه او د خلکو د تګ راتګ په لاره کې وشوه.
عیني شاهدان وايي چې په دغه حمله کې یې بهرنیان لیدلي چې ورته تلفات اوښتي دي.
"۱- اته یا پنځه تنه یې د ښوونځي زده کوونکي وو چې ټپیان شوي؛ درې کسه په کرولا موټر کې مړه شوي وو؛ څوک نه وو چې راویې باسي؛ د امریکایانو موټر ملاق خوړلی و؛ امریکایان یې راویستل، یويې خوږ و، نور یې ټول جوړ راووتل.
ښځې ماشومان ټول ټوټه ټوټه شوي وو؛ په رنجر کې یې واچول ویې وړل.
۲- زما نوم احمد ضیا دی. داسې چاودنه وه چې ټول يې ولړزول؛ دومره قوي چاودنه وه چې د انتحارکوونکي غوښې په کورونو کې لویدلې وې؛ په کوڅو او پس کوڅو کې تويې شوې وې؛ دوه تنه مړه او نور ټپیان وو."
دا په تېرو دوو اونیو کې پنځمه حمله ده چې په کابل کې کیږي او دولتي کارکوونکو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي.
د تېرې پنجشنبې په شپه د کلوله پشتې په سیمه کې د بهرنیو پر یوه مېلمستون حمله وشوه او له هغې وړاندې درې ځله لویې څارنوالۍ ته نږدې حملې وشوې.
د نننۍ انتحاري حملې مسوولیت طالبانو اخیستی او ادعا یې کړې چې بهرنیو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه حملې په کابل کې په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو میاشتو کې دغه ښار نسبي امن ګڼل کېدو؛ خو وروستیو حملو خلک سخت اندیښمن کړي دي.