د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

روسیه: د قران کریم د سوځولو په پیښه کې مشکوک کسان د نويو نازیانو د ډلې غړي دي


د هغه سړي مدافع وکیله چې په روسیه کې د قران کریم په سوځولو تورن دی وایي، ګمان کیږي چې په قضیه کې مشکوک کسان د نويو نازیانو د ډلې غړي دي او په روسیه کي د اقلیتونو پرضد په وژنو او نورو جرمونو کې لاس لري.

مدافع وکیله اوکسانا میخالکینا وایې، په قضیه کې د مشکوکو دولسو کسانو یو تن ، د ۲۰۱۴ میلادي کال جنورۍ میاشت کې په انټرنیټ کې د هغې ویډیو خپرولو په ګډون چې د تنکیو ځوانانو له خوا د قران کریم سوځول په کې ښکاري په یو شمېرجرمونو تورن دی.

میخالکینا وایې، د مشکوکو کسانو ۱۱ تنه چې دا مهال په قید کې دي، د ویدیو ښودلو پرمهال کوچنیان وو او اوس هم تر اتلسو کالو د ټیټ عمر دي. دوي ټول د نویو نازیانو د ډلې غړي دي.

دا کسان چې جنایي دوسیه لري، ټول د 14/88په نامه د روسیې د بنسټ پالې ډلې غړی دي او مشر یې ۲۴ کلن الکساندر سوکولوف دی چې د ۱۱ مشکوکو کسانو سره یوځای تیرکال نیول شوی دی.

د دی ډلې ۱۴ عدد د وژل شوي سپین پوستي متعصب نژاد پالې ډیویډ لین بیان ته اشاره کوي او د ۸۸ عدد د هيټلر د نامه حروف بیانوي.

پولیسو تیره اوونۍ ویلې وو چې د مسکو ښار بهر یې د دې ډلې درې غړي نیولي او په ۲۰۰۵ م کال کې د یو شمېر اسیایانو په وژنو یي اعتراف کړی دی.

د روسیې پولیس وایي، دوی د دې ډلې په نورو غړیو پسې هم ګرځي چې د سپین واګون په نامه فعالیت کوي او د مسکو ښارپه دننه او بهر کې ټرینونو ته ننوځي او پرهغو کسانو حملې کوي چې د سلاویک نژادو په څیر نه ښکاري.

مدافع وکیله میخالکینا وایي، د دې ډلې مشرسوکولوف او ملګري یي مشکوک دي چې یو شمېرتاجکستانیان یي د اوسپنو په میلو وهلې چې د هغوي یو تن وروسته مړشوی و.

د دې ډلي په ویډیو کې ښکاري، دوه کسان چې ماسکونه یي اغوستي، قرآن کریم تر پښو لاندې کوي او اور وراچوي.

XS
SM
MD
LG