د افغانستان د محابسو او توقیف خانو مسوولان دا مني چې د بندیانو او له زندانونو څخه بهر د دوی د ملاتړ کوونکو ترمنځ مخابراتي اړیکې موجود دي چې کله ناکله د دوی د لمسونې لامل هم ګرځي.
خو د دوی په وینا چې دغه موارد ډېرکم دي او هڅه کېږي چې د مخنیوي لپاره یې ټول زندانونه په پرمختللو وسایلو سمبال شي.
د افغانستان د محابسوو او توقیف خانو د لوی ریاست امنیتي مرستیال تورن جنرال محمد عارف احمدي(( حقیقت څه دی ؟ )) خپرونې ته وویل چې په ځني دا شان مواردو او بندیانو ته د نشه يي توکوپه رسولو کې د محابسو او توقیف خانوو کارکوونکي هم ښکیل وي.
په دې اړه نورې خبرې په همدې خپرونه کې چې اجمل تورمان چمتو کړي دي.