د ازادۍ راډيو د ځوان فکر د دې اوونۍ په خپرونه کې مو په خوست کې د ښځو له پاره د کار او زده کړو د شرایطو همدارنګه په نورو ټولنیزو پروګرامونو کې د ښځو د ګډون د څرنګوالي په اړه بحث کړی دی.
په دې خپرونه کې د خوست د ښځو چارور رئیسې ملالۍ ولي، د ولایتي شورا غړې زهره جلال، مدني فعالانو نادیه باوري او عابده سروري د یاد ولایت د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په فرصتونو او شته ستونزو زموږ د ځايي خبریال نجیب الله الوخېل سره بحث کړی، چې اوریدو ته يې ستاسو پام راګرځوو: