د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

عبدالله: هیله مند یو چې پاکستان په عملي بڼه د سولې له بهیره ملاتړ وکړي


د افغان حکومت اجرایه ریاست هيله څرګندوي چې پاکستاني چارواکي په عملي بڼه د افغان سولې له بهیره ملاتړ وکړي.

اجرایه ریاست په داسې حال کې له پاکستانه د سولې په اړه د عملي همکاریو تمه وښوده چې د پاکستان مخکیني ولسمشراصف علي زرداري په کابل کې له عبدالله عبدالله سره په یو لړمسایلو خبرې وکړې.

کابل ته د پاکستان د مخکیني ولسمشر له سفر سره سم افغان حکومت هیله وښوده چې پاکستاني چارواکي د سولې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د پاکستان مخکیني جمهور رییس او د پیپلز پارټۍ ګوند یوه مهم مشراصف علي زرداري د افغان حکومت له اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره په خبرو کې وویل چې ګوند یې د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي.

د عبدالله عبدالله او ښاغلي زرداري ترمنځ دا لیدنه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وشوه.

د اجرایه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي رسنیو ته وویل چې افغان حکومت د سولې لپاره ټول ګامونه اخیستي او اوس یې وخت دی چې پاکستانی لوری هم په دې برخه کې خپلې ژمنې سر ته ورسوي:

((د ملي وحدت حکومت د اعتماد جوړونې او د دغه بهیر د پیل لپاره لازم ګامونه پورته کړي دي.

پاکستاني لوري هم ځنې ژمنې کړي دي. اوس وخت موږ د پاکستان د عملي کارونو په تمه یو او هیله من یو چې دا عملي ګامونه نتیجه ورکړي.

د سولې بهیر لنډ مهالی نه دی او زغم په کار لري. تر اوسه پورې جدي کارونه نه دي شوي چې ودې کولای شي د افغان حکومت او افغانانو د قناعت وړ وګرځي.))

ښاغلي رحیمي وویل چې د اصف علي زرداري د اوسنیو څرګندونو له مخې دا څرګندیږي چې د پاکستان سیاسي ګوندونه د افغان سولې له بهیره د ملاتړ لپاره یوه خوله دي.

د پاکستان له مخکیني جمهور رییس اصف علي زرداري سره د هغه د دورې صدراعظم یوسف رضا ګیلاني او ځینې نور مشران هم ملتیا کوي.

د پاکستان د پخواني حکومت دا لوړ رتبه مشران په داسې حال کې کابل ته سفر کې د سولې له بهیره خپله ملاتړ اعلانوي چې څو ورځې مخکې په قطر کې یوه افغان پلاوي د طالبانو له استازیو سره خبرې وکړې.

اخوا افغان سیاسي کارپوهان وايي، چې د پاکستان د پخواني حکومت مشران یواځې د خپلې استخباراتي ادارې له دریځه ملاتړ کوي د سولې په اړه یې دا څرګندونې اغیزمنې نه شي تمامیدلای.

سیاسي کارپوه محب الله شریف ازادي راډيو ته وویل، چې پیپلز پارټۍ ګوند اوس په واک کې نه ده او دا له امکانه لرې ده چې اوسنی حاکم ګوند له افغانستان سره رښتیني همکارۍ ته وهڅوي:

((پیپلز پارټۍ د خپل حاکمیت په وخت کې د اصف علي زرداري په مشرۍ په پاکستان کې موږ ولید د ښاغلي کرزي له حکومت او له هغې وروسته دورې کې یې داسې څه ونه کړل چې هغه افغانستان ته د سولې د راوستلو یوه لویه عملي بیلګه وبلل شي د پیپلز پارټۍ اوسنی سیاست زه فکر نه کوم چې د پاکستاني دریځ له ملاتړ نه پرته داسې یو عملي وزن ولري چې هغه دې په پاکستان کې پوځ یا اوسنی په واک کې ګوند مسلم لیګ دې ته مجبور کړي چې په افغانستان کې په حقیقي ډول باندې د سولې ملاتړ وکړي.))

ښاغلي شریف وویل، د پاکستاني سیاستوالو دا څرګندونې هغه وخت نتیجه ورکولای شي چې د دغه هېواد چارواکي هغه څه چې وايي عمل پرې وکړي.

څیړونکي وايي، افغان حکومت باید تل له پاکستان سره په چلند کې احتیاط غوره کړي او د سولې په اړه رښتیني همکاري ترې وغواړي ځکه چې دا هېواد په ټولو کارونو کې خپلې ګټې لټوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG