د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

خلک: په ننګرهار کې دې د کلدارو هر چلوونکی مجرم وپیژندل شي


د ننګرهار د اصناف اتحاديه چارواکي وايي، په دې ولایت کې د افغانۍ د دودولو او د کلدارو د مخنیوي کمیسیون له لس کلن بهير وروسته بې پایلې ختم شو.

د دې اتحاديه مرستیال حاجي عزیزالرحمن عرب ازادۍ راډيو سره په ځانګړي مرکه کې وویل، چې دغه کميسیون د دې پرځای، چې افغانۍ رایجې کړي بلکې له دکاندارانوڅخه به يې د جریمې په نوم پیسې راټولولې.

دی وايي کله، چې د هېواد ولسمشرډاکټرمحمد اشرف غني ننګرهارته راغی د خپل سفرسره سم يې یاد کمیسیون لغوه کړ.

دی وايي، دوی د ولسمشر پردې اقدام خوښ دي، خو ترې غوښتنه لري، د کلدارو د چلښت پر ضد يې یو جدي حکم صادر کړي، چې له مخې يي د دې پیسو هرکارونکی مجرم وپيژندل شي:

"د کلدارو مخنیوی نه کیده، خو زما دکاندار جریمه کیده، زه ولسمشر نه مننه کوم، چې دا کمیسیون يې ختم کړ او د دې لپاره باید یو نوی فرمان صادر کړي، چې ټول افغانان مکلف شي، چې د پردیو پیسو نه لاس واخلي او خپلې پیسې رواج کړي."

عرب وايي؛ د کلدارو چلښت نه یوازې د هېواد اقتصاد ته ضربه رسولې، ولې خپله دکاندارانو ته هم ستر اقتصادي زیان رسولی:

"موږ، چې څومره ارزيابي کړې ده، دکانداران په کلدارو راکړه ورکړه کیږي ډيرمتضرر دي، ځکه یوځل به يې افغانۍ ته اړوي، بیا ډالر ته اړوي او بل کلداره په یو وخت ولاړه هم نه ده، که ختلې او کله يې ارزښت ښکته، چې په دې وخت کې دکاندارانو ته ډيره لویه ضربه رسیږي."

له دې وړاندې په وار وار دکاندارانو د یاد کمیسیون د فساد په اړه غږ پورته کړی و، چې دا کمیسیون د افغانيو په رایجولو کې اغیزمن نه دی، ولې هغه مهال د افغانستان بانک چارواکو د کلدارو د مخنیوي په خاطردا کمیسیون مناسبه لاره بلله.

اوس د جلال اباد ښار دکانداران هم په دې خوښ دي، چې دغه کمیسیون له منځه ولاړ، دوی وايي د کلدارو د چلښت مخه به هغه مهال ونیول شي، چې نه یوازې دکاندار بلکې هرهغه څوک، چې په کلدارو راکړه ورکړه کوي، هغه دې مجرم وپيژندل شي او قانون دې د ټولو پر وړاندې یو ډول تطبیق شي:

"دکاندار: که چیرته دوی افغانۍ رواجوي، دوی دې لاړشي په غټو غټو شرکتونو دې فشار راوړي، چې افغانۍ رواج کړي، یوازې خو دکانداران نه دي ملامته.

زما نوم ګلزار دی دکاندار یم، حکومت په دې برخه کې باید قومي اقدام وکړي، دا یوازې دکاندار ملامته نه دی په ټولو باندې فشار راوړي، چې په افغانیو راکړه ورکړه وکړي، قانون باید ټولو باندې یو ډول وي."

د کتوونکو په اندا اوس هم د پخوا په څيرپه په لویه کچه کلدارې په غیرې قانوني توګه افغانستان ته راځي، خو تراوسه يې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه هم له چانه دا پوښتنه شوې،چې دا پیسې د کومو موخو لپاره دې هیواد ته راځي.

دوی وايي؛ که چېرې د ډیورنډ پرکرښه د پيسو په غیرې قانوني شکل رالیږد بند شي او دلته هرهغه څوک، چې په کلدارو راکړه ورکړه کوي مجرم وپيژندل شي د دې ستونزې مخه به هم ورسره ونیول شي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG