د سولې عالي شورا وايي، هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو له تور لیسته د طالب مشرانو نومونه وایستل شي.
د قطر د سولې په غیر رسمي خبرو کې طالبانو د ملګرو ملتو له تور لیسته د خپلو مشرانو د نومونو د ایستلو او د سیاسي دفتر د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه.
د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل چې له تور لیسته د طالبانو د ایستلو لپاره هلې ځلې پیل شوي او د ملګرو ملتو او متحدو ایالتونو له لوري د همکارۍ ژمنه ورکړای شوې ده.
ښاغلي مجاهد دا خبره له عصمت څاروان سره په مرکه کې وکړه.
له ده څخه لومړی وپوښتل شوه چې ایا د سولې شورا له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو لپاره کار کوي؟