د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۱

د پکتيا په زرمت کې د نجونو نږدې ۱۵ ښوونځي تړل شوي


د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې وسلوالو د نجونو نږدې ۱۵ ښوونځي په دې دليل تړلي دي چې بايد د معارف په چوکاټ کې د بهرنيانو ځيني پروګرامونه هلته پلي نه شي او په ځينو مسالوکې يې نظر واورېدل شي.

د پکتيا پوهنې رياست چارواکي وايي چې وسله والو په زرمت ولسوالۍ کې د نجونو نږدې ۱۵ ښوونځي تړلي دي او ويلي يې دي چې که معارف رياست په ياده ولسوالۍ کې نور فعاليتونه کوي، په ځينو برخو کې يې بايد مشورو ته غوږ کېږدي.

د پکتيا پوهنې ريس مهتاب الدين موحد له ازادۍ راډيو سره په ځانګړي مرکه کې وويل، په زرمت کې د ښوونځيو تړل کېدو مساله مجموعي ده، مشخصاً نه دي ويل شوي چې کوم ښوونځي بايد تړل شوي او کوم خلاص وي:

”تقريباً ۱۳ څوارلس مکتبونو پورې وي، خو دا تقريبي ده، دقيق نشم ويلای احصايه راسره نشته، دا په مجموع کې يو مشکل دی، دا خاص خبره نه ده چې طالبانو ويلي وي چې دا مکتب دې بند وي او دا خلاص“.

موحد زياتوي، وسله والو ترې غوښتنه کړې چې که دوی په زرمت کې معارف پر مخ بيول غواړي، نو د دوی ځينې غوښتنې بايد په پام کې ونيسي:

”زرمت کې همدغه مسايل دي چې طالبان غواړي، په تعيناتو کې موږ د دوی مشوره واخلو او بله لويه خبره يې دا ده چې د موسساتو فعاليتونه بايد وربند کړو چې دلته زموږ سره د معارف په برخه کې کار کوي.“

نوموړی زياتوي، وسلوالو د دې ښوونځيو د تړلو اقدام نوی نه دی کړی، له پخوا څخه يې د معارف په چوکاټ کې له ځينو پروګرامونو سره ستونزه درلوده او پر اساس يې ښوونځي تړلي دي:

”کله چې زه پکتيا ته راغلی يم او دا وضعيت مې تحليل کړی دی، نو له پخوا څخه موږ دا راپورونه لرو چې په زرمت کې طالبان د نجونو له ښوونځيو سره مشکل لري او د بعضي موسساتو سره مشکل لري چې نومونه يې هم خاريجي دي، مثلاً د سواد اموزي LA پروژه ده او همدارنګه JPA نو دوی موږ ته مشخص ويلي وو چې دا پروژې دې دلته فعاليت نه کوي“

ريس دا هم وايي چې دوی خپله دا ستونزه پخپل وخت د پوهنې وزارت سره شريکه کړې، خو د پوهنې وزارت ورته مشخصاً د پاليسي په پام کې نيولو سره کوم ځواب نه دی ورکړی:

”دا ستونزه په هماغه وخت کې موږ له سرپرست وزير سره شريکه کړه او د هغوی له لوري کومه وعده نه ده راغلې چې څه به کوو او څه ونه کړو“

د موحد په خبره چې د دې ستونزې د هواري لپاره يې له قومونو سره ناستې زياتې شوې او ښايي په نږدې راتلونکي کې دا ستونزه هواره کړي:

”اوس مو وزارت څخه يو هدايت اخيستی دی، له قومونو سره مو خبرې رواني دي چې د معارف د پاليسۍ په چوکاټ کې د خلکو ستونزې په پام کې ونيسو او وسلوال په دې قانع کړو چې په زرمت کې بېرته دغه ښوونځي فعال کړو“

د يادو ښوونځيو د تړل کېدو خبره په داسې حال کې کيږي چې د دې ولايت په ډېرو ولسواليو کې دنجونو ښوونځي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او خلک شکايت کوي چې پوهنې وزارت په پکتيا کې دې برخې ته ډېره پاملرنه نه ده کړې.

راپور- داود تپان – پکتيا

XS
SM
MD
LG