د پکتيکا قومونه غواړي چې په مرکز ښرنه او لويو ولسواليو کې يې ماسټر پلانونه پلي شي او وايي چې تردې مهاله د مرکز ښرنې ښار د يوې ولسوالۍ د ښار حيثت لري.
د پکتيکا قومونه غواړي چې د دې ولايت د پرمختګ لپاره په مرکز ښرنه او د ولسواليو په کچه په لويو او وړو ښارونو کې ماسټر پلانونه تطبيق او د ولايت بڼه بدله شي.
د پکتيکا د سرحدونو او قبايلو چارو ريس خان مير حکيمي وايي چې په پرلپسې ډول يې د قومونو او قبيلو له خوا غوښتنليکونه ترلاسه کړي دي چې مرکزي حکومت دې د پکتيکا لپاره د ماسټرپلانونو د پلي کېدو جدي اقدام وکړي.
نوموړی وايي چې د پکتيکا اوسېدونکي په دې هيله دي چې ژر تر ژره يې په ولايت کې بېلابېلې لويې وړې پروژې د ښار پراختيا او نوي والي لپاره ترتيب او جوړ شي:
”د ښار وضعيت بايد دلته بدل شي، دلته بايد د ماسټرپلان لپاره کار وشي، دا زما د دفتر دې خواته ګورې، ټولې کلاوې دي او دا حال د ښار په څلور خواوو کې دی“
حکيمي زياتوي، قومونه دا غوښتنه د دې لپاره کوي، چې په ښار کې اوس هم په پخواني دود غټې، غټې کلاوې دي، هېڅ ډول ماسټرپلان او نوې پروژه نه ده پلې شوې:
”په دا اوس حال کې خو ډېر زيات غواړو، حتی ښاروال ته مو ويلي دي چې په خپله کابل ته درسره ځو، وکيلان مجبورو چې څو په دې ښار کې ماسټرپلان تطبيق شي“
د ده په خبره، چې په دې ولايت کې د نورو ولايتونو مامورين ځکه ماموريت ته ډېر زړه نه ښه کوي، چې په ښار کې د دوی د اوسېدو لپاره مناسب ځايونه نه شته او په دې اساس ولايت له ګڼو ستونزو سره مخ دی:
”زموږ تر ټولو ضرور ماسټرپلان دی، زموږ مامورين دي تر ډېره له ستونزو سره مخ دي، د نورو ولايتونو نه ځکه موږ ته مامورين نه راځي چې د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه لرو، هو ځمکې لرو، خو ودانۍ نه لرو“
د قبايلو ريس وايي، چې د قومونو په غوښتنه يې ښاروال مجبور کړی دی، چې د ماسټرپلان د پلې کېدو لپاره دمرکزي حکومت او ولايتي ادارې په همغږۍ کارونه ګړندي کړي او په خبره يې، چې که په دې برخه کې له قومونو هم کومه مرسته غواړي، دوی اماده دي:
”موږ ټول قومونه دا غواړي، او په خپله خلک زارۍ کوي چې موږ ته ماسټرپلانونه لکه د نورو ولايتونو جوړ کړئ او په ټوله پکتيکا کې د ماسټرپلانونو د نشتوالي له امله خلک له ستونزو سره مخ دي، حتی د تفريح لپاره هېڅ ځای نه لري“
خان مير حکيمي وايي، د پکتيکا قومونه په دې سره سلا شوي دي، چې د خپل ولايت د پرمختګ لپاره خپلې ځمکې استملاک او د ماسټر پلان په پلې کېدو کې مرسته وکړي.
د ياد ولايت ښاروال انجنر سيدعبيدالله سادات وايي، په دې ولايت کې يې د ستراتيژيک پلان د پلې کېدو لپاره اقدام کړی او د نوي والي په وجود کې به وکولای شي، ځمکې توضيع کړي:
”پلان منظور دی، ټول کلي په پلان کې راغلي دي، ۷۵۰۰۰ هکتاره جريبه ځمکه مو پلان کې نهايي کړې ده، موږ دا عملي کوو او خلک راسره همغږي دي، د هغوی په غوښتنه به دا کار انشاالله ډېر ژر ترسره شي“
ښاروال دا هم وايي، چې دوی د پلان په عملي کېدو کې د خلکو او قومونو قوي ملاتړ ته اړتيا لري، که چېرې ولسونه ورسره همکاري ونه کړي، ښايي ماسټر پلان يې له ستونزو سره مخ شي.
راپور- داود تپان