د حکومت اجراییه رییس وایي، په ځينو ولایتونو کې د نا امنیو زیاتوالی دا ښیي چې وسله والو مخالفینو خپلو حملو ته شدت ورکړی.
په شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه کندز کې د امنیت خرابوالی د کابینې د دوشنبې ورځې غونډې له مهمو بحثونو څخه وو.
د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله همدې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د هېواد امنیتي وضعیت ته باید ډیر پام وشي:
"د کندز، بغلان او بدخشان وضعیت او نورې پيښې چې په وروستیو کې په هېواد کې و شوې؛ دا ښیي چې د افغانستان دښمنانو خپل فعالیتونه زیات کړي. تر ټولو اساسي موضوع موږ ته امنیتي وضعیت دی چې په دې اړه به د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالان راپورونه ولري."
ښاغلي عبدالله د وسله والو مخالفینو د حملو پر وړاندې د افغان ځواکونو د مقاومت ستاینه وکړه او له هغوی څخه یې د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان شمالي ولایتونه په ځانګړې ډول کندز په وروستیو ورځو کې د زیاتو نا امنیو شاهد و.
د افغانستان د ولسي جرګې غړیو د ملي وحدت حکومت مشران په هېواد کې د نا امنیو په وړاندې په بې پروایي تورن کړل.
خو اجرایي ریاست وایي، حکومت په جدي توګه هڅه کوي؛ څو د نا امنیو مخه ونیسي او له افغان ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوه "حی ګل سلیمان خیل" وایي چې موجوده نا امنیو ته په کتو د امنیتي ځواکونو لا ډیر تجهیز ته اړتیا لیدل کیږي:
"حملې په دې خاطر زیاتې شوي چې اوس پسرلی دی. له دې نه علاوه دوی داسې فکر وکړ چې امنیتي او دفاعي سکټور تجهیز شوی نه دی. د ډاکټر صاحب عبدالله دا نظر و چې باید زموږ امنیتي سکټور خاصتاً زموږ دفاعي قوا قوي شي."
وسله وال مخالفین هر کال د هوا په ګرمېدو سره په افغانستان کې خپلو حملو ته زور ورکوي.
د چارو پوهان وایي، سږ کال افغان ځواکونه ځکه له یوه ستر آزمایښت سره مخامخ دي چې دوی د وسله والو پر وړاندې یوازې جنګیږي.
دوي وایي، که دغو ځواکونو ته پاملرنه زیاته نه شي؛ نو ښایي سږ کال زیات تلفات ولري او زیاتې سیمې د وسله والو مخالفینو لاس ته ولوېږي.